جولین کلیفاټو د ملي لوبډلې د ډاکټر او فزیوتراپېست په توګه وګومارل شو

افغانستان کرکټ بورډ، سویلي افریقا مېشتی - ایټالوي جولین کلیفاټو د ملي لوبډلې د فزیوتراپېست او ډاکټر په توګه په دنده وګوماره چې له دې وړاندې یاد مسوولیت د هندوستان پرشانت پنچاډا پر مخ وړ.
جولین کلیفاټو د ملي لوبډلې د ډاکټر او فزیوتراپېست په توګه وګومارل شو

افغانستان کرکټ بورډ، سویلي افریقا مېشتی - ایټالوي جولین کلیفاټو د ملي لوبډلې د فزیوتراپېست او ډاکټر په توګه په دنده وګوماره چې له دې وړاندې یاد مسوولیت د هندوستان پرشانت پنچاډا پر مخ وړ.

ښاغلي جولین له دې وړاندې د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې د فزیوتراپېست او ډاکټر، د کاونټي کرکټ، د سویلي افریقا د کورني کرکټ لیګ او د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ سره د فزیوتراپېست او سلاکار ډاکټر په توګه دندې ترسره کړې دي.

د یادونې وړ ده چې نوموړي یادې دندې له یادو کرکټ بورډونو او کلب سره په ترتیب سره د ۲۰۱۹م – ۲۰۲۳ کال، ۲۰۱۳- ۲۰۱۸م، او د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ترسره کړې دي چې تر اوسه په خپلو ټولو مسوولیتونو کې ښه ځلېدلی دی.

باید وویل شي چې د فزیوتراپي په برخه کې نوموړي په MSc Physiotherapy کې خپلې زده کړې د انګلستان له ایسټ انګلیا پوهنتون، د طبابت او تمرین په ډګر کې BSc (Med) (Hons) د سویلي افریقا له کېپ ټاون پوهنتون او د ورزش په ډګر کې خپلې زده کړې د BA Sport Science and Geography په برخه کې د سویلي افریقا له سټېلنبوچش پوهنتون څخه ترلاسه کړې دي.

نوموړی دغه راز د انګلستان له اکسفورډ پوهنتون، د انګلستان او وېلز کرکټ بورډ له روزنیزو ورکشاپونو، د انګلستان د لوبیز او پیاوړتیا ډګر کې له ورکشاپونو او امریکا کې د لوبو له لوبیزو او پياوړتیا په ډګر کې له طبي او ورزشي ورکشاپونو هم سندونه ترلاسه کړي دي.

په پای کې د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ تل هڅه کوي، ترڅو ټولو اړوندو برخو ته په کار پوه او وړ اشخاص وګوماري او په اړوند ډګرونو کې د دوی له شتون څخه اعظمي او مؤثره ګټه پورته کړي.