ګراهام تورپ د افغان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو

د انګلستان لوبډلې پخوانی پياوړی او مشهور لوبغاړی ګراهام تورپ د افغان ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو چې ډېر ژر به خپل مسوولیت پر غاړه واخلي او د ملي لوبغاړو رزونه به پیل کړي.

ګراهام له ۱۹۸۷ کال تر ۲۰۰۲ کال پورې د انګلستان هېواد د اخلي او نړیوالو لوبو په ډګر کې استازولي کړې چې د یاد هېواد لپاره یې په ۱۰۰ ټېسټ لوبو کې ۶۷۴۴ منډې او ۸۲ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۲۳۸۰ منډې کړې او د خپل هېواد غوره استازیتوب یې کړی دی.

ښاغلی ګراهام سربېره پر دې د یاد هېواد د کاونټي کرکټ کلب په ۳۴۱ لوبو او دغه راز په ۳۵۴ لېسټ اې لوبو کې ګډون کړی دی او د توپوهنې په ډګر کې غوره لوبغاړی پاتې شوی دی.

سربېره پر دې ښاغلی ګراهام د روزنې په ډګر کې هم ډېره او غوره مخینه لري چې د ۲۰۱۱ کال له اپریل میاشت یې د روان ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې پورې د انګلستان او وېلز له کرکټ بورډونو سره په بېلابېلو ملي ډګرونو کې مسوولیت ترسره کړی دی.

ګراهام د ۲۰۱۹ کال له اکټوبر میاشتې د ۲۰۲۲ کال تر جنوري میاشتې د انګلستان لوبډلې د مرستیال روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده او دغه راز یې یې له ۲۰۱۱ کال تر ۲۰۱۹ کال پورې د توپوهنې د ملي روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

همدارنګه نوموړي له انګلستان او وېلز لوبډلو سره له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۱ پورې او له ۲۰۰۶ تر ۲۰۰۸ پورې په کورني کرکټ کې د مسلکي روزونکي په توګه مسوولیت ترسره کړی دی.

د یادونې وړ ده چې نوموړی دغه راز د روزنې په ډګر کې تر دریمې کچې پورې زده کړې لري او د یادو زده کړو څلورمې کچې ته دوام ورکوي.