اسدالله خان د غوراوي کمېټې د نوي مسوول په توګه په دنده وګومارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه ښاغلی اسدالله خان د غوراوي کمېټې د نوي مشر په توګه په دنده وګوماره چې له دې وړاندې دغه مسوولیت ښاغلي نورالحق ملکزي پر مخ بېوه چې نوموړي اوسمهال د شخصي بوختیاو له امله له یاد بست استعفا وکړه چې له دې وروسته به یادې کمېټې د غړي په توګه دنده پر مخ وړي. 
اسدالله خان د غوراوي کمېټې د نوي مسوول په توګه په دنده وګومارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه ښاغلی اسدالله خان د غوراوي کمېټې د نوي مشر په توګه په دنده وګوماره چې له دې وړاندې دغه مسوولیت ښاغلي نورالحق ملکزي پر مخ بېوه چې نوموړي اوسمهال د شخصي بوختیاو له امله له یاد بست استعفا وکړه چې له دې وروسته به یادې کمېټې د غړي په توګه دنده پر مخ وړي. 

ښاغلی اسدالله خان له دې وړاندې له افغانستان کرکټ بورډ سره د کار اوږده مخینه لري چې د سرپرست اجراییوي رییس، د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د مشر او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پخواني ویډیو انالیسټ په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې مسوولیتونه ترسره کړي دي. نوموړی دغه راز د روزنې دریمه درجه سند هم لري او د تېر څه باندې یوه کال راهیسې یې د قطر له کرکټ بورډ سره د کرکټ د ډایرکټر په توګه دنده ترسره کړې ده.

د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د جوړښت له مخې به ښاغلی اسدالله خان د یادې کمېټې مشر او نورالحق ملکزی، میر مبارز اصغري او احمد شاه سلیمانخېل د یادې کمېټې د غړو په توګه دندې پرمخ وړي. دغه راز به محمد خان ځدراڼ او د تاج ملوک عالم د کورني کرکټ سیالیو لپاره د لوبډلو ټاکنه کوي.

ښاغلی اسدالله خان وایي، خوښ دی چې یو ځل بیا د افغانستان کرکټ بورډ سره کار پیلوي او د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د مشرۍ ستر مسولیت ته غاړه ورکوي. نوموړی زیاتوي: ((د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه مننه کوم چې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د مشر په توګه یې په ما باور وکړ. د افغانستان کرکټ بورډ زما لپاره نوې اداره نده ځکه ما له دې وړاندې په ګڼ شمېر بستونو دنده ترسره کړې ده. دا خورا لوی مسولیت دی او هڅه به مې دا وي چې د افغانستان ټولو ملي لوبډلو ته د کرکټ په هره بڼه کې وړ لوبغاړي پیدا او د لوبېدو لپاره ورته موقع برابرې کړم ترڅو د هېواد ښه استازولی وکړی شي او هېواد ته ویاړونه راوړي.))

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي میرویس اشرف د نوموړي د ټاکنې په اړه وویل: ((ملکزي په تېر څه باندې یوه کال کې د لوبغاړو په ټاکنه کې خپل مسوولیت په خورا ښه توګه ترسره کړ، ملي لوبډلې ته یې وړ لوبغاړي وټاکل او ډېر پام یې ځوانانو ته وو چې ښې پایلې یې هم لرلې. زه اسدالله خان ته هم مبارکي وایم او هیله من یم چې نوموړی به خپل نوی مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي، ترڅو افغان لوبډله په نړیواله کچه سترو لوبډولو ته ماتې ورکړي او ښې لاسته راوړنې ولري.))

له بلې خوا د لوبغاړو د غوراوي کمېټې پخوانی مشر نورالحق ملکزی د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه مننه کوي چې په دې برخه کې یې په ده باور کړی و. ښاغلی ملکزی زیاتوي: ((زه ویاړم چې د افغانستان کرکټ بورډ ویاړلې ادارې لپاره مې د غوراوي کمېټې د مشر په توګه کار کړی. دا چې خپلې شخصي او کورنۍ بوختیاوې لرم او نشم کولی چې دې ستر مسوولیت ته له دې وروسته اوږه ورکړم نو له همدې امله مې د افغانستان کرکټ بورډ له مشرتابه هیله وکړه چې یوازې د یادې کمېټې د غړي په توګه دنده پر مخ یوسم. زه دغه راز ښاغلي اسدالله خان ته د غوراوي کمېټې د نوي مشر په توګه ګمارل کېدو د مبارکۍ ترڅنګ په چارو کې د بریاو هیله لرم. زه به خپله پوره هڅه کوم چې له افغانستان کرکټ بورډ سره خپلې دندې او ښاغلي اسدالله خان سره خپلې همکارۍ ته په پوره لېوالتیا ادامه ورکړم.))

نوموړی د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې په ۲۱مه نېټه د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر ټاکل شوی و چې له هغه وروسته یې تر اوسه دغه مسولیت په خورا ښه توګه پرمخ وړی و. د نوموړي تر مشرۍ لاندې د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د بېلابېلو نړیوالو او کورنیو سیالیو لپاره د لوبډلو ټاکنه کړې وه چې خورا ښې پایلې یې درلودې.