اجې جدېجا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو

اجې جدېجا د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د مشاور یا سلاکار روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو. جدېجا د نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د سلاکار روزونکي په توګه مل شوی دی.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې د مډل ارډر پخوانی ښی لاسی توپوهونکی اجې جدېجا په ۱۹۷۱م کال د فبروري میاشتې پر لومړۍ نېټه په ګجرات ایالت کې نړۍ ته سترګې غړولې دي.  ښاغلي جدېجا له ۱۹۹۲م کال څخه تر ۲۰۰۰م کال پورې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې په ګټه غوره لوبې ترسره کړې او لاسته راوړنې لرلې دي.

نوموړي د هندوستان لپاره ۱۵ ټېسټ لوبو کې ۵۷۵ منډې او ۱۹۶ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۵۳۵۹ منډې جوړې کړې دي. جدېجا په دغه لوبو کې ۶ سلیزې او ۳۴ نیمه سلیزې جوړې کړې دي. همدا راز نوموړي په ۱۱۱ فرسټ کلاس لوبو کې ۸۱۰۰ منډې او ۲۹۱ لېسټ اې لوبو کې ۸۳۰۴ منډې ترسره کړې دي. جدېجا په لېسټ اې او فرسټ کلاس سیالیو کې ۳۱ سلیزې او ۸۸ نیمه سلیزې لري.

جدېجا په ۱۳ نړیوالو لوبو کې د هندوستان ملي لوبډلې لوبډلمشري ترسره کړې چې ۸ لوبې یې ګټلي او ۵ یې له لاسه ورکړې. جدېجا د روزونکي په توګه په خپلو کورنیو رانجي ټراپي سیالیو کې د ډهلي لوبډلې روزونکی پاتې شوی دی او دغه راز په یاده برخه کې ډېره تجربه لري. د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په نړیوال جام خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.