د بورډ غړو میاشتنۍ غونډه ترسره شوه 

د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي رییس فرهان یوسفزي په ګډون نن د کرکټ د بورډ د غړو میاشتنۍ تعقیبي غونډه ترسره شوه چې په ترڅ کې یې د تېرې غونډې ټکي تعقیب او د راتلونکې یوې میاشتې لپاره پلانونه او موارد شریک شول.
د بورډ غړو میاشتنۍ غونډه ترسره شوه 

د دغې غونډې په پیل کې چې د ویډیويي کنفرانس له لارې ترسره شوه، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي یوسفزي د ناستې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د کرکټ نړیوالې شورا د تېرو غونډو په تړاو یې د بورډ غړو ته معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د کرکټ د بورډ غړي ښاغلي ضیاءالحق امرخېل هم خبرې وکړې او د افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ مینه والو ترمنځ یې د ښو اړیکو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د دغې ناستې په دوام د ادارې اجراییه رییس لطف الله ستانکزي ټولو غړو ته د ادارې ترسره شوو فعالیتونو  او راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، د کورونا وایرس له امله د کرکټ نړۍ فعالیتونه هم ټکني شوي چې له امله یې له شک پرته د افغان کرکټ پر فعالیتونو او مالي حالت هم اغېز کړی، ځکه د کرکټ ټولې چارې په ټپه ولاړې دي.

د ښاغلي ستانکزي په وینا: ((له نېکه مرغه باید ووایم چې موږ به راتلونکې اونۍ د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړو چې د کرکټ له نړیوالې شورا او روغتیایي بنسټونو سره مو همغږي کړې ده چې د اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام لپاره د افغان لوبډلې د چمتووالي برخه ده او دغه راز د سریلانکا او زمبابوې لوبډلو سره لوبې چې ټاکل شوې وه په مۍ او جون میاشتو کې ترسره شي؛ وځنډېدې.))
سربېره پر دې په دغه ناسته کې د مشرتابه د غوښتنې له مخې لاندې ټکي په یاده ناسته کې د بورډ د غړو له لوري تصویب شول:
۱- د افغان کرکټ لپاره له ۲۰۲۱ تر ۲۰۳۱م کال پورې د اوږدمهاله سټراټېژیک پلان جوړولو په موخه د یوې نړیوالې کمپنۍ استخدامول.
۲-  د کرکټ بورډ ادارې لپاره د تشکیل منظورېدل چې پکې د پلان او پالیسۍ څانګې رامنځته کېدل هم شامل دي.
۳- له وزارتونو او یو شمېر ادارو سره د کرکټ د ودې په موخه د همغږۍ طرحه.
۴- د رغنیزو چارو راپور شریکول چې د خوست کرکټ لوبغالي د نندارچیانو د ناستې ځای، د پکتیا او تخار او کونړ اکاډمیو رغونه او د بلخ کرکټ لوبغالي د رغنیزو چارو پیلېدل او دغه راز د ننګرهار د بهسودو ځمکې د لېږد لړۍ ده چې د کابینې له لوري تصویب او د لومړنیو کارونو تدارکاتي پروسه یې پیل شوې ده.
۵- د ۲۰۲۰م کال د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو ترسره کول.
۶- خصوصي سکټور ته د لوبغالو او اکاډمیو وړاندې کول چې له منځه یې خصوصي سکټور ته د بهسودو اکاډمۍ او کونړ لوبغالي د ورکړې چاره تصویب شوه.  
۷- د افغانستان کرکټ بورډ له لوري شخصي کلبونو او اکاډمیو ته د جوازلیکونو د وېش د طرحې تصویب.
دغه راز د بورډ غړو ټینګار وکړ چې د کابل د کرکټ نوي معیاري لوبغالي د رغولو لپاره د ملي بس ځمکې د ځانګړې کولو په موخه له جلالتمآب ولسمشر او د ښاري پراختیا له عالي شورا سره یاده موضوع تعقیب شي.
د یادولو ده چې د نننۍ ناستې په تعقیب به د بورډ غړو راتلونکې میاشتنۍ ناسته راتلونکې جولای میاشت کې ترسره شي چې د ذکر شوو ټکو د تعقیب سربېره به پکې نوي ټکي وړاندې کېږي.