پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد لګول شوی بندیز لرې کړل شو

د افغان کرکټ پیاوړی لوبغاړی محمد شهزاد د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال په اګست میاشت کې د ادارې له اصولو د سرغړونې له امله د یوه کال لپاره د هر ډول کرکټ له بندیز سره مخ شوی و چې د شا وخوا اوو میاشتو له تېرېدو وروسته پر نوموړي لګول شوی بندیز لرې کړل شو.

محمد شهزاد څه موده وړاندې د ادارې د عمومي مشر او ډسپلین کمېټې له لوري پر نوموړي د پاتې مودې بندیز د بخښنې غوښتنه کړې وه چې په پایله کې د ادارې د ډسپلین کمېټې د پرېکړې او عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي له تایید وروسته پر نوموړي د بندیز پاتې موده وبخښل شوه.

باید وویل شي که څه هم پر ملي لوبغاړي محمد شهزاد د پاتې مودې لپاره د لوبې نه کولو بندیز لرې کړل شو، خو د هغه د قرارداد د بندیز موده به تر خپلې ټاکلې مودې پورې وي چې د یادې مودې له پای ته رسېدلو وروسته به نوموړی له ادارې خپل قرارداد ترلاسه کړي.

محمد شهزاد د کرکټ بورډ مشرتابه له اجازې پرته د سفرونو او همدارنګه د یوه بل هېواد په کرکټ اکاډمۍ کې د تمریناتو له امله له بندیز سره مخ شوی و، ځکه هر لوبغاړی چې له هېواده بهر د سفر تابیا لري نو باید له ادارې اجازه ترلاسه کړي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې نوموړی د نړیوال جام لوبو پر مهال هم د زنګانه د ټپ له امله له لوبو راګرځول شوی و.