د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ اسیايي شورا په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي او دغه راز د دغې ادارې اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي د تایلنډ هېواد پلازمېنې بنکاک کې د کرکټ اسیایي شورا په کلنۍ عمومي ناسته کې ګډون وکړ.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ اسیايي شورا په کلنۍ ناسته کې ګډون وکړ

دغه ناسته چې په یاد هېواد کې د روان ۲۰۱۹ زېږدیز کال د سپټمبر په دویمه او دریمه ترسره شوه، پکې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه سربېره د کرکټ اسیایي شورا نورو غړو هېوادونو هم ګډون درلود.

د یادې غونډې په لومړۍ ورځ هغو هېوادونو چې د یادې شورا بشپړ غړیتوب نه لري، خپل پرزنټېشنونه وړاندې کړل او په دویمه ورځ چې کلنۍ عمومي ناسته وه او ټولو غړو هېوادونو پکې ګډون درلود، په ترڅ کې یې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو لپاره د پروګرامو پر پلان او د یادو کلونو لپاره پر پراختیایي او عملیاتي بودیجې بحث وکړ.

په دغه کلنۍ عمومي ناسته کې لومړی د کرکټ اسیایي شورا له لوري د ۲۰۱۸ کال د فعالیتونو بشپړ راپور وړاندې شو چې پکې په ټولو پراختیايي او د بودیجې د لګښت په برخو کې پر بشپړې روڼتیا ټینګار شوی وو، چې د نورو هېوادونو سربېره افغان لوري یادې شورا ته ډاډ ورکړ چې ټولې پیسې به په بشپړ روڼ ډول لګوي او په کلنۍ ناسته کې به د ټولو لګول شوو پیسو حساب ورکوي او دغې چارې ته ځان ځواب ویونکی بولي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي یوسفزي د خپلې وینا پر مهال د ادارې په ټولو چارو کې د روڼتیا د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل: ((د افغانستان کرکټ بورډ به خپل ټول پراختیایي کارونه په بشپړ معیاري ډول ترسره کړي، روڼتیا ته ژمن یو او هغه پيسې چې د کرکټ له نړیوالې شورا او د کرکټ له اسیایي شورا یې ترلاسه کوو، په کرکټ به لګول کېږي، سربېره پر دې به خپلو لوبغاړو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړو او دغه راز له نورو ټولو کرکټ بورډونو سره حسنه او نېکې اړیکې زموږ په لومړیتوبونو کې دي.))

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه مشر ښاغلي لطف الله ستانکزي هم په دغه ناسته کې خبرې وکړې چې په وینا یې، له اسیایي شورا هیله ده چې د معلولینو لوبډلو ته هم پاملرنه وکړي او دغه راز له افغانستان سره د روزونکو او څارونکو په ډګر کې خپلو تخنیکي همکاريو ته دوام ورکړي.

د یادې ناستې په څنډو کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د دغې شورا له نورو بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره هم ناستې وکړې چې پکې یې په راتلونکي کې له دغو هېوادونو سره د لوبو پر تنظیمولو خبرې اترې وکړې.

د یادولو ده چې د اسیا جام لوبې به هم د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې ترسره شي، چې د افغانستان په ګډون به پکې شپږ لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبې وکړي.