د کرکټ بورډ د عمومي رییس په مشرۍ کلنۍ عمومي ناسته ترسره شوه

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د یادې ادارې د عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي په مشرۍ د دغې ادارې د بورډ غړو او اجراییه رییس ترمنځ کلنۍ عمومي ناسته ترسره شوه چې په ترڅ کې یې د تېر ۲۰۲۰ز کال کلنی راپور او او د روان کال پر پلان خبرې اترې وشوې.
د کرکټ بورډ د عمومي رییس په مشرۍ کلنۍ عمومي ناسته ترسره شوه


افغانستان کرکټ بورډ کې نن د یادې ادارې د عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي په مشرۍ د دغې ادارې د بورډ غړو او اجراییه رییس ترمنځ کلنۍ عمومي ناسته ترسره شوه چې په ترڅ کې یې د تېر ۲۰۲۰ز کال کلنی راپور او او د روان کال پر پلان خبرې اترې وشوې.


د افغانستان کرکټ بورډ د اساسنامې له اصولو سره سم د یادې غونډې مشري د ادارې عمومي مشر پر غاړه درلوده او ترڅنګ یې اجراییه رییس د مشر او بورډ غړو په اجازه د لاسته راوړنو او پلان معلومات او پرزېنټېشن له ګډنوالو سره شریک شول.


په پیل کې د ښاغلي یوسفزي له لوري ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو او په وینا یې، افغان کرکټ په تېر کال کې له شته خنډونو سربېره بیا هم په دې وتوانېده چې سترې لاسته راوړنې ولري، په ټولو برخو کې اصلاحات رامنځته، د دولت د بشپړې همکارۍ په پایله کې په کابل کې د لوبغالي د جوړېدو لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې او د لسیزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشدخان د ټاکل کېدو ویاړ ترلاسه کړي.


نوموړي زیاته کړه: ((راتلونکی کال هم د افغان کرکټ په تاریخ کې د لوبو د مهالوېش له اړخه تر ټولو بوخت کال دی، د دغه کال لپاره مو غوره پلانونه، د عوایدو سرچینې، اصلاحات، پالیسۍ او نور ډېر اړین موارد په پام کې نیولي چې هیله ده په ښه توګه یې تنظیم او ترلاسه کړو.))
ورپسې اجراییه رییس یو په بل پسې د ادارې د لاسته راوړنو، کورني کرکټ، نړیوال کرکټ، عوایدو، د راتلونکي کال د لوبو، کابل کې د نوي کرکټ لوبغالي، مالي حسابونو او تصفیې، د پالیسیو جوړونې، د ښځینه کرکټ او نورو اړوند مواردو او اصلاحاتو په تړاو پرزنټېشن وړاندې کړ.


ښاغلي قریشي د پرزنټېشن د وړاندې کولو په پیل کې له ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني ځانګړې مننه وکړه چې په وینا یې د کرکټ د نوي لوبغالي د جوړېدو لپاره یې ادارې ته ۱۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړه چې په روان کال کې به یې لومړنۍ رغنیزې چارې پیل شي.


نوموړي د پرزنټېشن له مخې زیاته کړه: ((تېر کال مو کورني کرکټ کې د لېسټ اې، شپږیزې کرکټ لیګ، دریمه درجه، دویمه درجه او لومړۍ درجه یا ایليټ جام، له ۱۶ کلنو د کم عمره لوبغاړو، د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو او د معلولیت لرونکو لوبغاړو ترمنځ سیالۍ او د چمتووالي روزنیز کمپونه ترسره کړل.))
ښاغلي قریشي وویل: ((دغه راز مو د کال په ترڅ کې د ملي لوبډلې د چمتووالي په موخه حتی د کورونا د لومړۍ څپې له ختمېدو سره روزنیز کمپ پیل کړ، په متحده عربي اماراتو کې هم ورته کمپ چمتو شو او د ایرلنډ پر وړاندې له سیالیو وړاندې مو ورته په ګریټر نویډا کې هم د چمتووالي کمپ او سیالۍ برابرې کړې.))
نوموړي په دې تړاو وویل، دا چې تېر کال کورونا ناروغي ټوله نړۍ وځپله، نو کرکټ هم ترې په امان کې پاتې نه شو او همدا لامل و چې افغان کرکټ تېر کال ډېر کم کرکټ درلود چې د تېر کال کرکټ به هم سږ کال جبران شي او په روان کال کې به د ډېرو سیالیو شاهدان واوسو.


د یاد معلوماتي پرزنټېشن په بله برخه کې ښاغلي قریشي، د اداري اصلاحاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل چې په وینا یې ((اوسمهال یې د تدارکاتو ټولې چارې د یوه روڼ سیستم یا ټکنالوژۍ له مخې پر مخ وړل کېږي، مېلمستونه مو وتړل، ترڅو له بېځایه لګښتونو ډډه وشي او لوبغاړو ته به د سیالیو پر مهال د هستوګنې لنډمهال ځایونه په کرایه کېږي چې دا چاره هم له بېځایه لګښتونو د مخنیوي په ډګر کې غوره ګام و.))
ښاغلي قریشي همدارنګه وویل: ((د ۲۰۱۹ز کال په پرتله، په ۲۰۲۰ کال کې زموږ مالي پرتلنه ښه وه او د یاد کال په پرتله مو په تېر کال کې مالي ثبات او کچه لوړه وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا ناروغي هم رامنځته شوه.))
قریشي دغه راز د ادارې بشري سرچینو په برخه کې د اصلاحاتو رامنځته کولو ته اشاره وکړه چې په وینا یې اوسمهال ټول کارکوونکي د رڼې پروسې په پایله کې له ازموینې وروسته ګومارل کېږي.


پر دې سربېره قریشي وویل: ((د لوبغاړو د وړتیا ښودنې د ثبت لپاره مو هم پر یوه ډېټابېس او اپلیکېشن کار روان کړی، چې ټول معلومات او وړتیا ښودنه به یې پکې موجوده وي او له همدې لارې به په اتومات ډول غوره کېږي، چا چې له ځانه غوره وړتیا وښوده؛ لوبډلې ته به لاره مومي او هېوادوال به یې هم په ښه توګه څاري.))
نوموړي زیاته کړه، همدارنګه مو د ټولو څانګو لپاره د پالیسیو د ترتیب، سټراټېژيک پلان، د تدارکاتو پالیسي، د کال په وروستیو کې د ټولو څانګو د راپور اورېدو، د غوراوي په برخه د غوره ګامونو اخیستو، د ښځینه کرکټ، لوبغالو د جوړېدو، د کرکټ اکاډمیو د ثبت او عوایدو ترلاسه کولو، په ولایتونو کې د کرکټ لوبغالو د جوړېدو او کرکټ پرمختیا په برخه کې چټک ګامونه پورته کړي دي.


ښاغلي قریشي سربېره پر دې د پلان او یو شمېر نورو مواردو د وړاندې کولو ترڅنګ د بورډ له ټولو غړو هیله څرګنده کړه، ترڅو د یادو چارو د غوره ترسراوي په موخه د عمومی ملاتړ کوونکي سربېره د بېلابېلو مالي ملاتړ کوونکو په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي چې پر بنسټ یې ټول پلان شوې چارې په ښه توګه عملي کړي. 
قریشي همدارنګه وویل، که څه هم سږ کال ډېر کرکټ لرو، خو د افغانستان شل اوریز غوره لیګ مو هم له پامه نه دی غورځولی، له ملي ټلویزیون سره چې زموږ سټراټېژیک ملګری دی؛ پرې په ګډه کار کوو او ډېر ژر به په راتلونکو سیالیو کې هم د دغه لیګ دویم پړاو سیالۍ ترسره شي. 


په دغه ناسته کې د بورډ غړو چې هر یوه ښاغلي هارون میر، ښاغلي ضیاءالحق امرخېل، ملي لوبغاړي ښاغلي محمد نبي، ښاغلي فریدون الهام او ښاغلې ګلالۍ نور ساپۍ ګډون درلود، یو په بل پسې خپل وړاندیزونه او پوښتنې وړاندې کړې چې ورته د کرکټ بورډ د عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي او اجراییه رییس ښاغلي رحمت الله قریشي له لوري په ښه توګه ځوابونه ورکړل شول.


د عوایدو کچې د زیاتېدو په تړاو د بورډ غړو د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي یوسفزي وویل: ((د کرکټ نړیوالې شورا له مشر سره یې خبرې کړې، ترڅو افغان کرکټ ته هم د بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په اندازه پیسې ورکړي، سربېره پر دې مو د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت او له یو شمېر نورو هېوادونو هم هیله کړې، چې په ځانګړي ډول د کابل کرکټ معیاري لوبغالي د جوړېدو او د عمومي مالي ملاتړ کوونکي په ډګرونو کې ورسره مرسته وکړي، هیله ده دغه پلان په نږدې راتلونکي کې پر حقیقت بدل شي.))
په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو له عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي مننه وکړه چې ټولې چارې یې په ښه توګه سنبال کړې او د روان ۲۰۲۱ز کال لپاره یې غوره پلانونه په پام کې نیولي دي چې سربېره پر دې یې د لوبډلې د عمومي ملاتړ کوونکي او د لوبغالي د جوړېدو لپاره د مرستو او همکاریو د راجلبولو ژمنه وکړه.


د یادونې وړ ده چې کلنی عمومي پلان د هر کال په پای کې د افغانستان کرکټ بورډ د عمومي مشر، د بورډ غړو او اجراییه رییس ترمنځ ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې د هر تېر کال پر لاسته راوړنو او د راتلونکي کال پر پلان او اصلاحاتو بحثونه کېږي.