افغانستان کرکټ بورډ د کورنیو لوبغاړو د لوبو فیسونه لوړ کړل

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، د کورني کرکټ لوبغاړو میچ فیسونه لوړ شوي، ځکه په شا وخوا تېرو دوو کلونو کې د کووید-۱۹ او له امله یې د کورني کرکټ د سیالیو نه ترسراوي د کورني کرکټ لوبغاړي تر ډېره له مالي ستونزو سره مخ کړي وو چې له دې وروسته به د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس او غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو کې لوبېدونکو لوبغاړو ته د تېر په پرتله لوړ میچ فیسونه ورکول کېږي.

دا چې په ۲۰۲۰م کال کې د کورونا وایروس له امله د فرسټ کلاس سیالۍ ترسره نه شوې او دغه راز په هېواد کې نازک اقتصادي حالت لوبغاړي له ځینو مالي ستونزو سره مخ کړي و، نو د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه وپتیله، ترڅو د یادې ستونزې د هواري په موخه د لوبغاړو میچ فیسونه تر یوې ټاکلې اندازې لوړ کړي.

له دې وړاندې په کورني کرکټ کې د مرکزي قرارداد لرونکو لوبغاړو ته د لیسټ اې لوبې په بدل کې ۷۰۰۰ افغانۍ او د هرې فرسټ کلاس لوبې په بدل کې ۱۵۰۰۰ افغانۍ ورکول کېدې، حال دا چې نورو کورنیو لوبغاړو ته بیا د یوې لیسټ اې لوبې په بدل کې ۴۰۰۰ او د یوې فرسټ کلاس لوبې لپاره هر لوبغاړي ته ۸۰۰۰ افغانۍ ورکول کېدې.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د ترتیب شوې طرحې پر بنسټ، د غازي امان الله خان جام لېسټ اې او احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو په موخه د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو لپاره یادې اندازه پيسې او مېچ فیسونه لوړ شوي دي. د یادو لوبغاړو د لېسټ سیالیو په میچ فیسونو کې ۷۵ سلنه لوړوالی راغلی دی. دغه راز د فرسټ کلاس سیالیو د لوبغاړو په میچ فیسونو کې هم ۲۵ سلنه لوړوالی راغلی دی.

پر دې سربېره د یادونې وړ ده چې مرکزي قرارداد لرونکي لوبغاړي به هم په لېسټ اې سیالیو کې د میچ فیسونو له لوړوالي برخمن کېږي. په لېسټ اې لوبو کې د دوی په میچ فیسونو کې ۳۰ سلنه لوړوالی تر سترګو کېږي، په داسې حال کې چې د دوی د فرسټ کلاس د لوبو په فیس کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د تایید شوي طرزالعمل له مخې، مرکزي قرارداد لرونکي لوبغاړي د لېسټ د هرې لیسټ اې لوبې لپاره ۱۰۰۰۰ افغانۍ او د فرسټ کلاس سیالیو لپاره ۱۵۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې نور کورني لوبغاړي به په ترتیب سره د هرې لوبې لپاره ۷۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې یاده طرحه د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه له لوري منظور شوې او د دغې ادارې عملیاتي طرزالعمل کې هم ځای پر ځای شوې ده چې له مخې به یې لوبغاړي د سږ ۲۰۲۱ کال د لېسټ او فرسټ کلاس سیالیو لپاره هم د نویو تغیراتو له مخې میچ فیسونه ترلاسه کړي.