د پاکستان پر وړاندې سیالیو رسنیز حقوق د فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت ترلاسه کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ رسنیز، د لوبغالي او ټکټونو حقوق د فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت ته ورکړل. دغه سیالۍ به د روانې مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي.
د پاکستان پر وړاندې سیالیو رسنیز حقوق د فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت ترلاسه کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ رسنیز، د لوبغالي او ټکټونو حقوق د فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت ته ورکړل. دغه سیالۍ به د روانې مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت د هندۍ سمسکارا ادارې څانګه ده چې د ورزشي فعالیتونو په رسنیزو او مالي ملاتړ اړوند چارو کې ښه مخینه لري. د افغانستان کرکټ بورډ باوري دی چې دا همکاري او ملګرتیا به د افغانستان د کرکټ مثبت انځور او حیثیت ته په نړیواله کچه لا زیاته وده ورکړي. دغه راز به په اړونده برخو کې د یاد شرکت تجربه او مخینه د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته په نړیواله کچه د غوره خدماتو په وړاندې کولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان په دې اړه وایي چې د افغانستان کرکټ بورډ له فایر برډ شرکت سره ګډې همکارۍ ته لېواله دی او په دې باور دی چې دا ملګرتیا به د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته د غوره رسنیزو خدماتو په وړاندې کولو کې ښه ثابته شي. نوموړی زیاتوي: ((موږ خوشحاله یو چې د پاکستان پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ لپاره مو له فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت سره د ملګرتیا تړون لاسلیک کړ، موږ د یاد شرکت سره مؤثرې او اوږدمهاله همکارۍ ته لېواله یو چې له مخې به یې وکولی شو په نړیواله کچه د افغانستان کرکټ مینه والو ته د لوبو غوره نشراتي خدمات وړاندې کړو.))

دغه راز د فایربرډ ورزشي مدیریتي شرکت بنسټګر ښاغلي دیپک جسواني وویل: ((موږ خوښ یو چې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د درې نړیوالو شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ لپاره د افغانستان کرکټ بورډ سره همکار یو، زموږ ټیم ژمن دی چې په نړیواله کچه د یادو سیالیو لپاره غوره رسنیز خدمات وړاندې کړي. موږ به د دې تړون له لارې هڅه کوو چې د افغانستان د کرکټ انځور ته په نړیواله کچه وده ورکړو. موږ خوشحاله یو چې له افغانستان کرکټ بورډ سره په دې برخه کې کار کوو او د دوی غوره ملګرتیا ته سترګې په لار یو.))

ټاکل شوې ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په خپل کوربه توب د پاکستان ملي لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړی چې د روانې مارچ میاشتې له ۲۴مې تر ۲۷مې نېټې پورې به د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې دوام ومومي.