افغانستان کرکټ بورډ د چټکو توپ اچوونکو د موندنې دویم پړاو لړۍ ترسره کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې له لورې نن په کابل کې له کندهار وروسته له یو شمېر چټکو توپ اچوونکو ازموینه واخیستل شوه. د افغانستان کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې په خبره چې له یادې ازموینې یې موخه د هغو چټکو توپ اچوونکو موندنه ده چې په اوسط ډول سره په ساعت کې ۱۳۵ کیلو متره چټکه توپ اچونه کولی شي او دغه راز په دویم پړاو کې هغو لوبغاړو هم ګډون درلود چې له دې وړاندې ترې یا ازموینې اخیستل شوې وې او یا هم د سیالیو له امله یې په یاده لړۍ کې ګډون نه و کړی. 

د چټکو توپ اچوونکو یاده ازموینه چې په نبي کرکټ اکاډمۍ کې ترسره شوه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۱۰۰ زیاتو هغو چټکو توپ اچوونکو پکې ګډون کړی وو چې کم تر کمه ۱۳۰ سرعت سره یې توپ اچونه کولی شوه، خو د یادو لوبغاړو له منځه هغه توپ اچوونکي په نښه کېدل چې د ۱۳۵ اوسط سرعت سره یې توپ اچونه ترسره کولی شوه. 

په یاده ازموینه کې د لا روڼتیا او د با استعداده توپ اچوونکو د موندلو په موخه د افغانستان کورنيو روزونکو قیام الدین کاکړ، سیدالرحمن احمدزي او د ظرفیت لوړونې څانګې د مسؤل عبدالولي امین ترڅنګ دوو بهرنیو روزونکو رانا نویدالحسن او عمران فرحت هم ګډون درلود. 

د افغانستان کرکټ د ظرفیت لوړونې څانګې مسؤل عبدالولي امین د یاد بهیر په اړه وایي، په دغه بهیر کې مو هغه توپ اچوونکي راغوښتي چې د کورني کرکټ په کښته درجه سیالیو کې لوبېدلي وو. همدا راز مو په یاده ازموینه کې د ولایتي استازو په مرسته له ولایتونو څخه هغو چټکو توپ اچوونکو ته هم چانس ورکړی چې تر ۱۳۰ سرعت پوري یې توپ اچونه کولی شوه څو هغه لوبغاړي پکې پیدا کړو چې ۱۳۵ اوسط سرعت سره توپ اچونه کولی شي.

د ښاغلي امین په خبره چې په یادو سیالیو کې د لعل باز په نوم توپ اچوونکي له ۱۴۰ پورته سرعت سره توپ اچونه وکړه چې دا د افغانستان کرکټ بورډ لپاره ښه زېری دی. د نوموړي په خبره یاد بهیر به دوامداره وساتي او هغه توپ اچوونکي چې د افغانستان کرکټ بورډ ته په لاس ورځي، د دوی د لا روزنې او ظرفیت لوړونې په موخه به ورته بېلابېل کمپونه برابر کړي څو پیاوړي کورني او بهرني روزونکي ورسره کار وکړي.

د یادونې وړ ده چې د چټکو توپ اچوونکو د روزنې او ظرفیت لوړونې په یاد بهیر کې هغه توپ اچوونکي هم برخه لري چې په تېرو پړاونو کې یې ۱۳۲ اوسط سرعت سره توپ اچونه ترسره کړې ده، له دې وړاندې ترې ازموینې اخیستل شوې وې، خو په لومړي پړاو کې یې ګډون نه درلود او یا یې هم د درې ورځنیو سیالیو او یا نورو لوبو له امله په لومړي پړاو ازموینه کې ګډون نه و کړی.