د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو ترمنځ ځانګړې ناسته ترسره شوه

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د بورډ د غړو ترمنځ ځانګړې مشورتي ناسته ترسره شوه چې د ادارې د وروستیو فعالیتونو او پلانونو او دغه راز له اسټرالیا سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د ځنډېدو په تړاو پکې خبرې اترې وشوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ غړو ترمنځ ځانګړې ناسته ترسره شوه

افغانستان کرکټ بورډ کې نن د بورډ د غړو ترمنځ ځانګړې مشورتي ناسته ترسره شوه چې د ادارې د وروستیو فعالیتونو او پلانونو او دغه راز له اسټرالیا سره د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو د ځنډېدو په تړاو پکې خبرې اترې وشوې.

په دغه ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي میرویس اشرف چې د یادې ناستې مشري یې پر غاړه درلوده، وویل چې اداره په هېواد کې د کرکټ د غوړېدا او پرمختیا لپاره ډېر غوره فعالیتونه او پلانونه لري چې ورسره به افغان کرکټ په روان کال کې لا ډېر غښتلی شي.

ښاغلي اشرف دغه راز د اسټرالیا له لوري د لوبو د ځنډېدو په تړاو هم وویل، اسټرالیا د کرکټ د نړۍ یو پياوړی هېواد دی چې په بېلابېلو ډګرونو کې یې د افغان کرکټ بورډ ملاتړ کړی دی. دا چې دوی له افغان لوبډلې سره په دې وروستیو کې درې یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې دي؛ په تړاو یې له یاد کرکټ بورډ سره غږېدلی دی.

دغه راز ښاغلي میرویس اشرف وویل، افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا له غړو هېوادونو سره همېشه د پراخه او دوستانه اړیکو غوښتونکی دی او همدارنګه له ټولو هېوادونو هم مننه کوي چې له افغانستان سره یې تل په اړوند ډګرونو کې همکاري کړې ده.

سربېره پر دې د بورډ نورو غړو هم په همدې تړاو خپل نظرونه وړاندې کړل او په وینا یې، افغانستان کې کرکټ هغه یوازېنۍ لوبه ده چې د ټولو هېوادوالو هیلې او خوښۍ ورپورې تړلې دي او له یادې لوبې سره د سپین ږیرو، مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو په ګډون بېلابېل قشرونه ځانګړې مینه لري.

د دوی په وینا، افغانانان له کرکټ سره دومره مینه لري چې هر مهال یې د افغان لوبغاړو د بریاو لپاره حتی روژې نیولې او دعاوې کړې دي، دوی همېشه د بریاو خوښۍ نمانځلې دي او له یاد قشر سره به دا هم ستره جفا وي چې د دوی دغې خوښۍ ته زیان اوړي.

د بورډ غړو زیاته کړه: ((د افغانستان اسلامي امارت د ځینو چارواکو او کابینې غړو په وینا چې په رسنيو او ټولنیزو رسنيو کې یې خپل نظرونه شريک کړي ويلي، چې د دوی مشرتابه به د ښځو د حقونو په ګډون ټولو برخو ته د خپلو کړنلارو او پالیسیو له جوړولو وروسته هر ډګر کې خپل مشخص تعریف ولري.))

د بورډ غړو دغه راز وویل، د حکومتونو په پاليسيو کې اختلافونه او رقابتونه بايد کرکټ او سپورټ ته زيان وانوړي ځکه د دې کار له امله ملت او خلکو ته زيان اوړي.

دوی زیاته کړه، داسې یو هېواد چې په ډېره کمه موده کې یې د کرکټ په ډګر کې ستر پرمختګ کړی او ټول ولس یې له کرکټ سره ځانګړې مینه لري نو په ورته وخت کې بیا له ولس او خلکو د خوښۍ او ولولو اخیستل یو ډول بشر ضد عمل دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د بورډ ټولو غړو یو ځل بیا په دې ټينګار وکړ چې افغانستان کرکټ بورډ باید د کرکټ نړیوالې شورا له ټولو غړو هېوادونو سره نږدې اړیکې ولري او له نورو هېوادونو هم هیله لري چې د تل په څېر له افغان لوبډلې سره همکاره پاتې شي او کرکټ له سیاست لرې وساتي.

د یادونې وړ ده چې په ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي میرویس اشرف چې د بورډ مشري هم پر غاړه لري، د کاردان پوهنتون رییس ښاغلي احمد خالد حاتم، د کام ایر هوايي شرکت مرستیال ښاغلي اتیلا کامګار، د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي رحمت الحق فضیل، د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي، د کرکټ بورډ تخنیکي مرستیال ښاغلي الله داد نوري او د کرکټ بورډ مرستیال روزونکي ښاغلي رییس احمدزي د بورډ د غړو په توګه ګډون درلود.

سربېره پر دې په یاده ناسته کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان هم خپلې څرګندونې وکړې چې ورپسې د ادارې نورو اړوند مسوولینو یو په بل پسې په همدې تړاو خپلې خبرې وکړې.