کرکټ بورډ او ملي ټلویزیون د اوږدمهالې ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډیو تلویزیون چارواکو نن د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د عمومي تنظیموونکي هوکړه لیک؛ لاسلیک کړ چې له مخې به یې دواړه ادارې د لسو کلونو لپاره په اړوند ډګرونو کې له یوه بل سره همکاري کوي.
کرکټ بورډ او ملي ټلویزیون د اوږدمهالې ګډې همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي فرهان یوسفزي په دغه ناسته کې وویل، افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډیو ټلویزیون ګډې موخې لري، له شک پرته د دوو ملي ادارو یو ځای کېدل به هرو مرو ډېرې لاسته راوړنې ولري.

د ښاغلي یوسفزي په وینا: ((موږ له ملي ټلویزیون غوره خاطرې لرو او افغانستان ملي راډیو ټلویزیون به له دې وروسته زموږ سټراټېژیک او اوږدمهاله ملګری وي، چې دغه معتبر ټلویزیوني شبکه به افغان کرکټ په لا ډېره ښه توګه نړیوالو ته وړاندې کړي.))

ښاغلي یوسفزي وویل: ((همدارنګه باید زېری درکړم چې له دې وروسته د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لوبې به یو ځل بیا پیل شي او د کرکټ نړیوالې شورا له لوري زموږ لیګ روڼ بلل شوی او ادارې ته یې د یاد لیګ د لوبو کولو اجازه ورکړې او موږ به وکولی شو چې دغه لیګ په ښه توګه ترسره کړو.))

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: ((ملي ټلویزیون به یو سټراټېژيک ملګری وي او دلته یوازې د خپرونو موضوع مطرح نه ده، بلکې د مالي ملاتړ کوونکو او نورو اړوند موضوعاتو په ډګرونو کې هم ګډ ملګري یو، له دې وروسته به د دواړو ادارو تجربې سره شریکې او ملي لوبډله او افغان کرکټ به په لا ډېره ښه توګه نړیوالو ته وروپېژنو.))

دغه راز د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رییس ښاغلي اسماعیل میاخېل هم وویل، له دې وروسته به افغانستان کرکټ بورډ زموږ سټراټېژیک او اوږدمهاله ملګری وي چې دا دی نن د افغانستان غوره لیګ او شپږیزه کرکټ لیګ تړونونه لاسلیک کوو او افغان کرکټ ته به لا ډېر پرمختګ ورکوو.

ښاغلي میاخېل وویل: ((افغان لوبغاړو نه یوازې په افغانستان، بلکې په ټوله نړۍ کې د هېواد بیراغ رپولی او نن دا دی پر همدې بنسټ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ او شپږیزې سندونه لاسلیک ته چمتو شوي چې دا د ټولو لپاره یوه ستره بریا ده.))

نوموړي زیاته کړه، موږ له اوږدې مودې هڅه کوله چې د دواړو ادارو ترمنځ دغه اوږدمهاله تړون لاسلیک کړو نو پر همدې بنسټ د کرکټ بورډ له مشر ښاغلي یوسفزي او د دغې ادارې له ټولو همکارانو مننه چې دغې چارې ته یې عملي بڼه وروبخښله.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر ښاغلي اصغر افغان هم په دغه ناسته کې خبرې وکړې او په وینا یې دا د خوښۍ ځای دی چې له دې وروسته د افغانستان شل اوریز غوره لیګ عمومي تنظیمونکی قرارداد له ملي ټلویزیون سره لاسلیک کېږي چې دا یوه ستره لاسته راوړنه ده.

هغه وویل: ((له شک پرته افغانستان شل اوریز غوره لیګ د افغان کرکټ لپاره په تخنیکي او مالي دواړو برخو کې موثر دی چې یوه ښه بېلګه یې د افغانستان د تېر شل اوریز غوره لیګ ترسره کېدل و چې له هغه وروسته افغان ملي لوبډله په اسیا جام سیالیو کې ډېره ښه وځلېده او د یاد لیګ لوبو په دوام سره کولی شو چې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکړو ځکه په دغه سیالیو کې د لوبغاړو تکړښت او وړتیا لا زیاتیږي او تجربې شریکې کېږي.))

د دغې غونډې په پای کې د همکاریو یاد تړون د دواړو ادارو د مشرانو، د المپیک کمېټې د عمومي رییس ښاغلي رحیمي او د ورزش په ډګر کې د ولسمشر د ستر سلاکار اجمل غني او د نورو لوړپوړو دولتي چارواکو په شتون کې لاسلیک شو.

د یادولو وړ ده چې د همکاریو دغه تړون به د دواړو لوریو ترمنځ د لسو کلونو د مودې لپاره د تطبیق وړ وي چې له ۲۰۲۱ز کال به پیل او تر ۲۰۳۱ز کال پورې به دوام ومومي.