افغان ابدالیانو پرله پسې دویمه بریا هم خپله کړه

افغان ابدالیان کرکټ ملي لوبډلې د اسیایي شورا په ایمرجېنګ جام سیالیو کې د سریلانکا الف لوبډلې ته د ۱۱ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه او په روانو سیالیو کې له دوو پرلپسې بریاو وروسته یې پایلوبې ته لاره وموندله. د افغان ابدالیانو په ګټه ریاض حسن او ابراهیم عبدالرحیمزي په زړه پورې سیالۍ نندارې ته وړاندې کړه. باید وویل شي چې افغان ابدالیانو تر دې وړاندې د عمان الف لوبډلې ته د ۷۲ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړې وه.

د اسیا جام ایمرجېنګ سیالۍ چې د سریلانکا په کوربه توب روانې دي، اته هېوادونه پکې برخه لري چې افغان ابدالیان په الف ګروپ کې له عمان الف، سریلانکا الف او بنګله دېش الف لوبډلو سره یوځای شوې دي. د سریلانکا الف لوبډلې د نننۍ سیالۍ پچه وګتله او لومړی یې افغان ابدالیان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغان ابدالیانو په لومړي وار توپوهنې سره ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۵۲ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه. د افغان ابدالیانو په ګټه ریاض حسن په ۱۰۴ توپونو ۸۲، نورعلي ځدراڼ په ۶۲ توپونو ۵۳ او اکرام علیخېل په ۴۴ توپونو ۳۴ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې. بلخوا د سریلانکا الف لوبډلې په توپ اچوونکو کې چمېکا کروناراتني ۳، دوشن همنتا او لاهېرو سماراکن هر یوه ۲-۲ ویکټې ترلاسه کړې.

د سریلانکا الف لوبډلې د افغان ابدالیان لوبډلې په ټاکل شوې هدف پسې ۲۴۱ منډې جوړې کړې او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د ۱۱ منډو په توپیر ماتې ومنله. د دوی په ګټه مینود بنوکا ۱۱۹، دوشن همنتا ۳۱ او دونیت ویلالیګي ۲۱ منډې جوړې کړې. 

د افغان ابدالیانو په توپ اچونه کې ابراهیم عبدالرحیمزي زړه راښکونکې توپ اچونه ترسره کړه چې په خپلو لومړیو دریو اورونو کې یې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل. په نورو توپ اچوونکو کې ضیاء الرحمن اکبر او سلیم ساپي ۲-۲ او شرف الدین اشرف ۱ ویکټ په خپل نوم کړه.  

د یادونې وړ ده چې افغان ابدالیان به په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه راتلونکې سه شنبه د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.