بغلان او نورستان په ولایتي سیاليو کې بریاوې خپلې کړې

د کورني کرکټ په چوکاټ کې د دويمه درجه ولایتي چیلنج کپ سیاليو په دوام په درېمه ورځ نن هم دوه لوبې ترسره شوې چې په کې کوچیان او نورستان لوبډلو بریاوې خپلې کړې.
بغلان او نورستان په ولایتي سیاليو کې بریاوې خپلې کړې

د کورني کرکټ په چوکاټ کې د دويمه درجه ولایتي چیلنج کپ سیاليو په دوام په درېمه ورځ نن هم دوه لوبې ترسره شوې چې په کې بغلان او نورستان لوبډلو بریاوې خپلې کړې. په لومړۍ لوبه کې چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه، بغلان لوبډلې په لومړي وار کولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۷ منډې جوړې کړې.

د یادې لوبډلې په ګټه جاوید په ۷۱ او رحمت او عبدالباسط په ۳۳-۳۳ منډو جوړولو بریالي شول. د کوچیان لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې عثمان غني او محمد یوسف درې-درې لوبغاړي وسوځول. ورپسې کوچیان لوبډلې د ټاکلي هدف په موخه توپوهنه پیل کړه، د مجید عالم د ۶۳ او الله نور ۴۷ منډو سره سره ټاکل شوی هدف یې ترلاسه نه کړ او د ۲۳ منډو په توپیر یې لوبه بغلان لوبډلې ته وباېلله. د بغلان له پاره ننګیال ۳ ، ذوهیب او عیدمحمد بیا د کوچیان لوبډلې دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

دغه راز دويمه لوبه چې په خوست کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، نورستان لوبډلې زابل لوبډله په ۴۷م اور کې په ۱۷۴ منډو وسوځوله. نورستان لوبډلې ټاکلی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ او لوبه یې له زابل له لوبډلې څخه وګټله.نصیرخان چې د سیالې لوبډلې یې ۴ لوبغاړي سوځولي ول د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادولو وړ ده چې د ولایتونو په کچه دویمه درجه چیلنج کپ سیالیو په دوام به سبا په خوست کرکټ لوبغالي کې پکتیا او فاریاب، د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې فراه او میدان ورګو  لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شي.