د کرکټ په بست زون کې هم د چټک توپ اچوونکو ازموینه واخیستل شوه
د کرکټ د بند امیر، مس عینک، امو او سپین غر زونونو سربېره پرون په بست زون کې هم د چټکو توپ اچوونکو د موندنې او غوراوي په موخه له شا وخوا ۳۱ چټک توپ اچوونکو ازموینه واخیستل شوه چې له منځه یې دوه چټک توپ اچوونکي غوره شول.
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 26 Dec 2020
دغه ازموینه چې د یاد زون په کندهار ولایت کې د ټولو اړوند ولایتونو له لوبغاړو واخیستل شوه، پکې هغو چټکو توپ اچوونکو ګډون درلود چې د توپ اچونې چټکتیا یې په یوه ساعت کې له ۱۲۵ کیلومټره زیاته وه.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ د د لوبې پرمختیا او ملي کرکټ اکاډمي څانګې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د چټک توپ اچوونکو د موندنې لړۍ پیل کړې وه چې په بست زون کې د یادې لړۍ له ترسره کېدو وروسته پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې د یادې لړۍ دویم پړاو به هم ډېر ژر د کابل په سرپټې اکاډمۍ یا روزنځای کې د هغو چټک توپ اچوونکو لپاره پیل شي چې د زونونو په کچه یې چټکه توپ اچونه ترسره کړې او سربېره پر دې به ورته په راتلونکي کې روزنیز او تمریناتي کمپونه هم ونیول شي.