کابل بازانو دویم کوالیفایر ته لار پیدا کړه

د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو په الیمنېټور سیالۍ کې ایوبي کابل بازان لوبډلې د عظمت الله عمرزي غوره توپ اچونې پر مټ کټوازي مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه او د یادو سیالیو لومړي کوالیفایر کې به سبا له سنګین سپین غر پړانګانو سره مخ شي.

ایوبي کابل بازان لوبډلې د نن لوبې پچه وګټله او لومړی یې کټوازي مس عینک اتلانو ته د توپوهنې بلنه ورکړه. د نن سیالۍ د باران اورېدو له امله ۱۴ اورونو ته راکمه شوه. مس عینک اتلانو د ریاض حسن ۲۵، صدیق اتل ۲۳ او الله نور ناصري ۱۸ منډو پر مټ د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه. د ویلو ده چې د کابل بازانو په ګټه عظمت الله عمرزي د ۱۸ منډو بدل کې درې، محمدنبي د ۱۹ منډو او خلیل احمد د ۲۹ منډو بدل کې دوه-دوه لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړه.

کابل بازان لوبډلې د خپلې توپوهنې په پنځو اورونو کې ۷۲ منډې پرته له کوم زیان ترسره کړي وې، چې لوبه کې بیا باران پیل شو او کابل بازانو د (ډي ایل) میتود له مخې د ۳۹ منډو په توپیر بریا خپله کړه. دوی ته ابراهیم ځدراڼ په ۱۴ توپونو ۳۱ ناسوځېدلې او رحمان الله ګربز په ۱۶ توپونو ۳۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې. 

د کابل بازان لوبډلمشر رحمان الله ګربز د لوبې ډوولي لوبغاړي، ابراهیم ځدراڼ د زیاتو شپږیزو وهلو او لوبې بدلوونکي لوبغاړي خو عظمت الله عمرزي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړې. 

کابل بازان لوبډله به له سپین غر پړانګان لوبدلې سره سبا ماسپښین دویم کوالیفایر سیالۍ ترسره کړي، چې د یادې سیالۍ ګټونکې لوبډله به راتلونکې جمعه د بست ساتونکو سره د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو پایلوبه ترسره کړي.