د افغان کرکټ مسوولینو او لوبغاړو د رییس الوزرا د دفتر له رییس سره لیدنه وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو او لوبغاړو نن د یوې ناستې په ترڅ کې د ا.ا.ا د جلالتمآب رییس الوزرا د دفتر له رییس ښاغلي ډاکټر عبدالواسع سره لیده کاته وکړل چې په ترڅ کې یې ښاغلي ډاکټر عبدالواسع د ناستې له ټولو ګډونوالو تود هرکلی وکړ او په وینا یې، له شک پرته د کرکټ لوبغاړو همېشه د هېواد غوره استازولي کړې ده.
د افغان کرکټ مسوولینو او لوبغاړو د رییس الوزرا د دفتر له رییس سره لیدنه وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو او لوبغاړو نن د یوې ناستې په ترڅ کې د ا.ا.ا د جلالتمآب رییس الوزرا د دفتر له رییس ښاغلي ډاکټر عبدالواسع سره لیده کاته وکړل چې په ترڅ کې یې ښاغلي ډاکټر عبدالواسع د ناستې له ټولو ګډونوالو تود هرکلی وکړ او په وینا یې، له شک پرته د کرکټ لوبغاړو همېشه د هېواد غوره استازولي کړې ده.

ښاغلي ډاکټر عبدالواسع په دغه ناسته کې لوبغاړو او مسوولینو ته په خطاب کې وویل، له شل کلن جنګ وروسته زموږ خلک ذهني ارامي او سوکالۍ ته اړتیا لري چې له شک پرته د کرکټ لوبې په دغه ډګر کې غوره رول لوبولی دی، لوبغاړو له افغانستان څخه یو غوره انځور وړاندې کړی چې له همدې امله د ا.ا.ا د ټولو مسوولینو ملاتړ هم له دوی سره دی او دغه ملاتړ به د همېشه لپاره وي، ځکه څوک چې د افغانستان د ابادۍ او سرلوړۍ لپاره ګام پورته کوي، د ا.ا.ا له دوی سره دی.

دغه راز نوموړي زیاته کړه: ((همېشه ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړئ، او خپل منځ کې یووالی وساتئ؛ ځکه په دې کار سره ولس هم خوشحالیږي، تاسو په تېرو دواړو سترو جامونو کې له افغانستان غوره استازیتوب وکړ، د بریاو لپاره مو سل سلنه هڅه وکړه، خو طبعي ده چې بریا او ناکامي د لوبې برخه دي، زړه به نه بایلئ، تاسو به نورې ډېرې بریاوې خپلې کړئ او په مخ کې لا ډېر څه لرئ.))

د ښاغلي عبدالواسع په وینا، د افغانستان کرکټ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یادې ادارې ته یو لوبغاړی، مسلکي او په کار پوه شخصیت د عمومي رییس په توګه معرفي شوی دی، ځکه باید ستاسو غږ واوري او ستاسو په ژبه پوه وي، ترڅو ټولې هغه نیمګړتیاوې چې په کرکټ کې شته وې، باید په غوره مدیریت سره یې له منځه یوسي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب په یاده ناسته کې اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان خبرې وکړې، چې په وینا یې د افغانستان اسلامي امارت په ډېرو سختو شرایطو کې کرکټ بورډ ادارې ته لاس ورکړ او هر مهال یې په اړونده ډګرونو کې پوره همکاري کړې ده.

ښاغلي نصیب خان د ناستې ګډونوالو ته وویل: ((په تېر یوه کال کې مو په اداري، تخنیکي، او د لوبډلې په برخه کې ډېر مثبت بدلونونه راوړل چې هېوادوالو یې هم پراخه هرکلی وکړ. د ولایتونو لپاره نوي استازي وګومارل شول، له هر ډول خنډ او سفري ستونزو پرته لوبې او لوبلړۍ ترسره شوې چې په دې ټولو کارونو کې له موږ سره د ا.ا.ا بشپړ ملاتړ و چې موږ د زړه له تله ترې مننه کوو.))

نوموړي زیاته کړه، ا.ا.ا موږ ته یو خپلواک بورډ رامعرفي کړ چې ملي سوداګر، پانګوال، په کرکټ پوه او علمي خلک یې غړیتوب لري، دغه راز یې د بودیجې په برخه کې هم پوره همکاري کړې ده او هیله من دی چې دغه همکاري دوام ومومي، ترڅو اداره هغو مثبتو موخو ته ورسیږي چې په پام کې یې لري.

سربېره پر دې د ملي لوبډلې لوبډلمشر ښاغلي حشمت شهیدي هم خبرې وکړې او له دولت څخه یې مننه وکړه چې په ډېرو سختو حالاتو کې یې له کرکټ بورډ سره بشپړه همکاري وکړه او ښه مثال یې کرکټ بورډ ته د عمومي رییس په توګه د یوه لوبغاړي او مسلکي شخص معرفي کول دي او هیله ده چې له اوسني مشرتابه لا ډېر ملاتړ وکړي، ترڅو اداره خپلې ټولې موخې یو په بل پسې ترلاسه کړي.