د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلمشرانو نن په خبري ناسته کې ګډون وکړ

افغان لوبډلمشر راشدخان او د ویسټ انډیز لوبډلمشر کېرون پولارډ نن د هندوستان د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې په رابلل شوې خبري ناسته کې ګډون وکړ چې سربېره پر دې د دواړو لوبډلو ترمنځ د عزیزي بانک د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د لوبلړۍ جام هم نندارې ته وړاندې شو.
د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلمشرانو نن په خبري ناسته کې ګډون وکړ

په دغه خبري ناسته کې لومړی د ویسټ انډیز لوبډلې لوبډلمشر کېرون پولارډ او د همدې لوبډلې مشر روزونکي فیلپ سیمنز ګډون وکړ او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.

د کېرون په وینا، افغان لوبډله ډېره ستره او ځواکمنه لوبډله ده، چې په ځانګړي ډول راشدخان یې لوبډلمشري پر غاړه لري. د کرکټ په نړۍ کې افغان لوبډله هغه ورو توپ اچوونکي یا سپېنران لري چې ډېرې سترې لوبډلې هم ترې په ډار کې وي او له ډېرې ځېرکتیا برخمنه لوبډله ده.

نوموړي دغه راز وویل: ((موږ هم له بشپړ چمتووالي سره راغلي یو او د افغانستان پر وړاندې مو درې نړیوالو یو ورځنیو، درې نړیوالو شل اوریزو او یوازېنۍ ټېسټ لپاره ځانګړی تیاری نیولی دی، ځکه زموږ لوبډله هم له ډېرو هغو وړتیاو برخمنه ده.))

د یادې لوبډلې د مشر روزونکي په وینا، موږ کوم ځانګړي لوبغاړي نه په نښه کوو، غواړو په عموم کې غوره لوبې وکړو. دا چې د ایکانا په لوبغالي کې دواړه لوبډلې د لومړي ځل لپاره لوبې کوي نو دا به له وخت وړاندې وي چې په اړه یې قضاوت وکړای شو.

دغه راز افغان لوبډلمشر راشدخان او د ملي لوبډلې مشر روزونکي هم په دغه خبري ناسته کې ګډون درلود او د راشدخان په وینا، ډېر خوښ دی چې له یوې غوره لوبډلې سره لوبې کوي چې دغه کار به د راتلونکي اسیا جام او ۲۰۲۰ کال شل اوریزو لوبو نړیوال جام لپاره د چمتووالي په برخه کې غوره رول ولوبوي.

راشدخان د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې چې ګني د ایکانا په ستر لوبغالي کې به د شپږیزو په برخه کې له ستونرو سره مخ نه شي؟، وویل ((نه هیڅکله نه، ځکه زموږ لوبډله د سترو شپږیزو وړتیا لري، خو زموږ لومړیتوب به له ځېرکتیا سره لوبې کول وي چې د توپوهونکو سربېره به زموږ توپ اچوونکي هم په ډېره ښه توګه خپل مسوولیت ترسره کړي.))

راشدخان دغه راز د ملي لوبډلې د نوي مشر روزونکي کلوزنر پر ټاکل کېدو هم ډېره خوښي څرګنده او ویې ویل، دا یو ستر فرصت دی، څو افغان لوبغاړي د کلوزنر له وړتیاو ګټه پورته کړي، ځکه هغه داسې یو الراونډر دی چې د توپوهنې او توپ اچونې دواړو برخو کې اوږده تجربه او وړتیا لري.

دغه راز نوي افغان مشر روزونکي کلوزنر هم له رسنیو سره خبرې وکړې او ویې ویل ((افغان لوبډله په رښتیا هم ډېر پټ استعدادونه او وړتیاوې لري، ځینې لوبغاړي باید هغه وړتیاوې چې ویې کاروي، باید زده یې کړي او زه به په دغه برخه کې له دوی سره ډېر څه شریک کړم.))

باید وویل شي چې له ناستې وروسته دواړو لوبډلمشرانو د عزیزي بانک یو ورځنیو لوبو جام هم رسنیو ته ښکاره کړ او په ګډه یې عکسونه ورسره واخیستل.

د یادولو ده چې افغان لوبډله به د روانې نومبر میاشتې له شپږمې د راتلونکې ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې د هندوستان د لکنو ښار په ایکانا لوبغالي کې درې نړیوالې یو ورځنۍ، درې نړیوالې شل اوریزې او یوازېنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي.