د ۲۰۲۱م کال اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د لوبغاړو ډرافټ ته د ثبت پروسه

د ۲۰۲۱م کال اتم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ د لوبغاړو ډرافټ ته د ثبت پروسې لپاره مهرباني وکړئ لاندې فایل ډانلوډ کړئ او یاد فورم ډک کړئ.

یادونه: هغه لوبغاړي چې د ګډون په لاندې شرایطو برابر وي، غوښتنه کېږي چې دا فورم ډک کړي او د تذکرې یا پاسپورټ کاپي او د پاسپورټ په اندازه عکس سره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ته واستوي او یا یې سکن کاپي د بریښنالیک له لارې را واستوي. په شرایطو د برابروالي معیارونه(چې لوبغاړی باید له لاندې معیارونو یو ولري)

شرایط:

  • باید په تېرو درې کلونو کې یې ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.
  • باید په تېرو دوو کلونو کې یې په الف ملي لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.
  • ۳- باید په تېرو دوه کلونو کې یې د ۱۹ کلنو څخه کم عمره لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.
  • یا یې په تېرو دوو کلونو کې د ایمرجینګ لوبډله کې لوبه ترسره کړې وي.
  • د کورني کرکټ لوبغاړي باید په ټوله کې پنځه لیسټ A لوبې ترسره کړې وي.
  • هغه لوبغاړی چې په تېرو دوو کلونو کې د کورني کرکټ قرارداد لرونکی وي.
  • د ایمرجینګ لوبغاړي عمر باید له ۲۳ کلونو څخه ډېر نه وي.(فورم ته اړتیا نشته)

د فورم سپارلو وروستۍ نېټه د روان ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې ۱۴مه نېټه ماذیګر ۳:۵۹

ډاونلوډ