لرغونی او تاریخي بامیان نن د نړیوال جام کوربه و

بامیان ولایت، له پلازمېنې کابل وروسته نن د کرکټ نړیوال جام کوربه و او د راوړل کېدو مراسم یې په ډېرو خوښیو سره  ونمانځل شول چې د نمانځغونډې په مراسمو کې یې د دغه ولایت د والي په ګډون یو شمېر چارواکو، د کرکټ بورډ مشرتابه او ملي لوبغاړو ګډون درلود.
لرغونی او تاریخي بامیان نن د نړیوال جام کوربه و

بامیان ولایت، له پلازمېنې کابل وروسته نن د کرکټ نړیوال جام کوربه و او د راوړل کېدو مراسم یې په ډېرو خوښیو سره  ونمانځل شول چې د نمانځغونډې په مراسمو کې یې د دغه ولایت د والي په ګډون یو شمېر چارواکو، د کرکټ بورډ مشرتابه او ملي لوبغاړو ګډون درلود.

د نړیوال جام د خوښیو نمانځنې او نندارې مراسم د دغه ولایت د مقام له لوري په غلغلې هوټل کې نیول شوي وو چې بیا جام په دغه ولایت کې د بودا د مجسمې سیمې ته یوړل شو او بزکشي عنعنوي لوبه او مراسم هم دلته نندارې ته وړاندې شول.

د بامیانو والي طاهر زهیر په دغه غونډه کې وویل، افغانستان له ۴۰ کلونو راهیسې له جګړې او مصیبتونو رنځ وړي، خو افغان ورزش کوونکو په ځانګړي ډول د کرکټ لوبغاړ خلکو ته همېشه خوشالۍ ورکړې او د دوی په ذهنونو کې یې هیلې راټوکولې دي.

هغه زیاته کړه: ((نړیوالو لوبو ته د ملي لوبغاړو لاره موندنه د ویاړ خبره ده، دوی په ډېر کم وخت کې دغو سیالیو ته لاره وموندله، ملي لوبغاړي د هېواد دننه او بهر د سولې سفیران دي او افغانستان ته یې همېشه ویاړونه بښلي دي.))

نوموړي دغه راز له کرکټ بورډ ځينې غوښتنې هم وکړې او ویې ویل ((په بامیانو کې دې د کرکټ لپاره کمپلکس جوړ شي، څو دغلته لوبې هم ترسره شي او دغه راز دې په دې ولایت کې د کرکټ فعالیتونه زیات شي، څو خلک او ځوانان لا ډېر وهڅول شي او دغې لوبه کې ښه ګډون وکړي.))

ورپسې د کرکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي هم خبرې وکړې او د دغه ولایت له چارواکو او د خلکو له مېلمه پالنې یې مننه وکړه.

ښاغلي فضلي وویل، افغانستان هغه هېواد دی چې د کرکټ په ډګر کې یې بېسارې لاسته راوړنې درلودې چې اوسمهال د کرکټ د ۱۰۷ هېوادونو له ډلې د نړۍ په کچه، ۱۰ مقام لري نو د افغانستان او بیا بامیانو اوسېدونکو لپاره د ویاړ خبره ده چې نن یې ولایت د نړیوال جام کوربه دی.

هغه وویل: ((هڅه کوو چې په بامیانو ولایت کې د کرکټ لوبې لپاره یو معیاري لوبغالی جوړ کړو، څو ځوانان یې تشویق شي او د کرکټ لوبه پیل کړي او دغه راز د ملي لوبډلې ته لاره ومومي.))

له یادې ناستې وروسته دغه جام د بودا مجسمې سیمې ته یوړل شو او دغه راز په یاده سیمه کې د بزکشۍ ملي لوبې مراسم هم ترسره شول او سربېره پر دې د نړیوال جام سره خلکو ګروپي انځورونه واخیستل او دغه ولایت د جام وړلو په موخه خلکو د کرکټ بورډ هلې ځلې وستایلې.

د یادولو ده چې دغه جام به له بامیان ولایت وروسته هرات او بیا کندهار ولایتونو ته لېږدول کېږي او په یادو ولایتونو کې به هم د غوره او خوښیو مراسمو کې نندارې ته وړاندې شي.

د کرکټ نړیوال جام یو ورځنۍ لوبې به د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د مۍ میاشتې په ۳۰ مه پیل او د یاد کال د جولای تر ۱۴ مې نېټې پورې به دوام ومومي.