وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د روانې جنوري میاشتې په اتلسمه نېټه د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۵م پړاو لوبې پیلوي. په دغو سیالیو کې د هېواد ۳۷ ولایتي لوبډلې برخه لري چې د ۱۸ ورځو لپاره به په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.
وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د روانې جنوري میاشتې په اتلسمه نېټه د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۵م پړاو لوبې پیلوي. په دغو سیالیو کې د هېواد ۳۷ ولایتي لوبډلې برخه لري چې د ۱۸ ورځو لپاره به په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

یادې ۳۷ لوبډلې په شپږو بېلابېلو ګروپونو وېشل شوې دي چې د ۲۱ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ۹۳ سیالۍ ترسره شي. دغه راز په لومړيو پنځو ګروپونو کې شپږ-شپږ او په وروستي ګروپ کې ۷ لوبډلې ځای پرځای شوې دي.

په لومړي ګروپ کې کندز، میدان وردک، خوست ب، بامیان، غزني او نورستان؛ په دویم ګروپ کې کندهار ب، پروان، کابل ب، هلمند، نیمروز او ارزګان ولایتي لوبډلې؛ په دریم ګروپ کې ننګرهار ب، بدخشان، پکتیا، پنجشیر، خوست ج او سرپل لوبډلې؛ په څلورم ګروپ کې کونړ، بغلان، کندز ب، کاپیسا، کابل ج او فاریاب لوبډلې؛ په پنځم ګروپ کې کندهار، سمنګان، فراه، پکتیکا، ننګرهار ب او هرات ولایتي لوبډلې او خوست، بلخ، دایکندي، کابل د، جوزجان، زابل او تخار هغه اوه لوبډلې دي چې په وروستي شپږم ګروپ کې ځای لري. 

ټولې ګډون کوونکې لوبډلې به په خپلو ګروپونو کې یو ځل له یو بل سره مخ شي، چې بیا به د هر ګروپ مخکښه لوبډله د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه سیالیو ته لاره ومومي چې د دویمه درجه ولایتي سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلی نصیب خان په دې تړاو وایي چې دا سیالۍ د نویو استعدادونو د موندلو او په هېواد کې د کرکټ لوبې د ودې په موخه هرکال ترسره کیږي. نوموړي دغه راز خوښي وښوده چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو ترمنځ لوبو کې نږدې ۷۰۰ لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو فرصت ورکړل شوی دی.

ښاغلي نصیب خان همدا راز وویل: ((موږ ژمن یو چې کرکټ لوبه د هېواد هرې برخې ته ورسوو او دا چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو په ګډون د دویمې درجې سیالۍ پیلیږي، دا په هېواد کې د دې لوبې د پرمختګ او ودې لویه نښه ده.))

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له پلان سره سم دا د روان کال لومړۍ سیالۍ دي چې ورپسې به په همدې فبروري میاشت کې ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې هم پیل شي.