وزیر محمد اکبر خان دویمه درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکې فبروري میاشتې په لومړۍ نېټه د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۴م پړاو لوبې پیلوي. په دغو سیالیو کې د هېواد ۳۱ ولایتي لوبډلې برخه لري چې د ۲۱ ورځو لپاره به په خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې دوام ومومي.

یادې ۳۱ لوبډلې په شپږو بېلابېلو ګروپونو وېشل شوې دي چې د ۲۱ ورځو په موده کې به یې ترمنځه ۶۵ سیالۍ ترسره شي. دغه راز په لومړي ګروپ کې ۶ او په پاتې ۵ ګروپونو کې پنځه-پنځه لوبډلې ځای پرځای شوې دي.

ټولې ګډون کوونکې لوبډلې به په خپلو ګروپونو کې یو ځل له یو بل سره مخ شي، چې بیا به د هر ګروپ مخکښه لوبډله د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه سیالیو ته لاره ومومي چې د دویمه درجه ولایتي سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به پیل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلی نصیب خان په دې تړاو وایي چې دا سیالۍ د نویو استعدادونو د موندلو او په هېواد کې د کرکټ لوبې د ودې په موخه هرکال ترسره کیږي. نوموړي دغه راز خوښي وښوده چې د ۳۱ ولایتونو ترمنځ لوبو کې تقریباُ ۶۰۰ لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو فرصت ورکړل شوی دی.

ښاغلي نصیب خان همدا راز وویل: ((موږ ژمن یو چې کرکټ لوبه د هېواد هرې برخې ته ورسوو او دا چې د ۳۱ ولایتونو په ګډون د دویمې درجې سیالۍ پیلیږي، دا په هېواد کې د دې لوبې د پرمختګ او ودې لویه نښه ده.))

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له پلان سره سم دا د روان کال لومړۍ سیالۍ دي چې ورپسې به په همدې فبروري میاشت کې ۱۲ ولایتي لوبډلو ترمنځ د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې هم پیل شي.