خوست او ننګرهار کې څوارلسم پړاو لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې د راتلونکې جمعې په ورځ د وزیر محمد اکبر خان ۱۴م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي چې د راتلونکې مارچ میاشتې په دریمه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به په ننګرهار او خوست ولایتونو کې دوام ومومي.
خوست او ننګرهار کې څوارلسم پړاو لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د پرېکړې له مخې د راتلونکې جمعې په ورځ د وزیر محمد اکبر خان ۱۴م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي چې د راتلونکې مارچ میاشتې په دریمه نېټه به پیل او د همدې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به په ننګرهار او خوست ولایتونو کې دوام ومومي.

د کورني کرکټ په دغو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي چې په دوه بېلابېلو ګرپونو وېشل شوې او د ۱۸ ورځو په ترڅ کې به یې ترمنځه ۳۳ سیالۍ ترسره شي. د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د ننګرهار، کابل، لوګر، کونړ، کندز او چېرمین الېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې د په دویم ګروپ کې خوست، پکتیا، لغمان، کندهار، ننګرهار ب او اې سي بي الېون لوبډلې شاملې دي. د ویلو ده چې د لومړي ګروپ سیالۍ په ننګرهار او د دویم ګروپ سیالۍ بیا په خوست ولایت کې پلان شوې دي.

د ۲۰۲۳م کال وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د پکتیا، کندز، ننګرهار او کندهار لوبډلو له وړاندې لاره موندلې وه. د دوی ترڅنګ د خوست، لوګر، کابل، لغمان، کونړ او ننګرهار ب لوبډلو له تېرو دویمه درجه سیالیو څخه یادو سیالیو ته لاره وموندله. دغه راز د چېرمېن ایلیون او اې سي بي ایلېون په نوم دوه نورې لوبډلې د هغو لوبغاړو لپاره جوړې شوې دي چې په دویمه درجه سیالیو کې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، خو اړونده لوبډلو یې بل پړاو ته لاره نه ده موندلې.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو لوبډلو سره یوځل مخ شي او په ټوله کې به ۵ سیالۍ ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي ريیس نصیب خان په دې اړه خوښي وښوده چې له دوو میاشتو په کمه موده کې د کورني کرکټ دوه مهم ټورنمنټونه ترسره کېږي. نوموړی په همدې اړه زیاته کړه: ((دویمه درجه ولایټي سیالۍ په خورا کامیابه بڼه ترسره شوې او موږ ته یې ډېر غوره لوبغاړي په لاس راکړل چې د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره ښه زیری دی. موږ په هېواد کې د کرکټ پرمختګ ته ژمن یو او هڅه کوو چې د کورني کرکټ پیاوړی جوړښت ولرو تر څو ملي لوبډلې ته پیاوړي او په تول پوره لوبغاړي ورکړو او په راتلونکي کې ځوانې او پیاوړې ملي لوبډلې ولرو.))

د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت لوبډلې د تېر کال د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي ګټلې وه او د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي. دا به د روان کال دویم کورنی ټورنمنټ وي چې له مخې به یې د زونونو په کچه راتلونکو درې ورځنیو او لیسټ اې سیالیو ته غوره لوبغاړي وټاکل شي.