وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني پلان له مخې د روانې فبروري میاشتې په لسمه نېټه (دوشنبه) ۱۶م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دوام ومومي.
وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د کلني پلان له مخې د روانې فبروري میاشتې په لسمه نېټه (دوشنبه) ۱۶م پړاو وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیلېږي چې د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې به په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې دوام ومومي.

د کورني کرکټ په دغو سترو ولایتي یو ورځنیو سیالیو کې ۱۲ لوبډلې شاملې دي چې په دوه بېلابېلو ګرپونو وېشل شوې او د ۱۵ ورځو په ترڅ کې به یې ترمنځ ۳۳ سیالۍ ترسره شي. د یادو سیالیو په لومړي ګروپ کې د ننګرهار، کندز، کابل، خوست الف، اې سي بي ایلېون دویمه او چېرمېن ایلېون لوبډلې ځای پر ځای شوې دي، په داسې حال کې چې په دویم ګروپ کې اې سي بي ایلېون، چېرمېن ایلېون دویمه لوبډله، خوست، فاریاب، هلمند او کابل الف لوبډلې شاملې دي.  باید وویل شي چې د لومړي ګروپ سیالۍ د ننګرهار ولایت په دوه لوبغالو او د دویم ګروپ سیالۍ بیا د کندهار ولایت په دوه بېلابېلو لوبغالو کې پلان شوې دي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به هره لوبډله په خپل ګروپ کې له نورو لوبډلو سره یو ځل مخ شي او په ټوله کې به ۵ سیالۍ ترسره کړي چې له منځه به یې د هر ګروپ دوه مخکښې لوبډلې د یادو سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره ومومي.

د ۲۰۲۵م کال وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالیو ته د ننګرهار (سپین غر زون مشترکې لوبډلې)، کندز، کابل، خوست الف، هلمند، خوست (مس عینک زون مشترکې لوبډلې)، فاریاب او کابل الف لوبډلو له تېرو دویمه درجه ولایتي سیالیو لاره موندلې وه.

دغه راز دغو سیالیو ته د چېیرمېن ایلیون او اې سي بي ایلېون په نوم څلور نورې لوبډلې د هغو لوبغاړو لپاره اضافه کېږي چې په دویمه درجه ولایتي سیالیو کې یې له ځانه ښه وړتیا ښودلې ده، خو اړونده لوبډلو یې بل پړاو (لومړۍ درجه ولایتي سیالیو) ته لاره نه ده موندلې.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې په دغو سیالیو کې د کورني کرکټ د لېسټ اې او فرسټ کلاس سیالیو یو شمېر غوره لوبغاړي هم دغو سیالیو ته غوره کړي دي، ترڅو د دویمه درجه ولایتي سیالیو له ځوان لوبغاړو سره یو ځای په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې ولوبېږي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې مشر ښاغلی نظیم جار عبدالرحیمزي په دې اړه خوښي وښوده چې د نوي کال په لومړیو دوه میاشتو کې د کورني کرکټ دوه مهم ټورنمنټونه ترسره کېږي. نوموړي په همدې اړه زیاته کړه: ((دویمه درجه ولایټي سیالۍ په خورا کامیابه بڼه ترسره شوې او موږ ته یې ډېر غوره لوبغاړي په لاس راکړل چې د کورني کرکټ د پرمختګ لپاره ښه زېری دی. په لومړۍ درجه ولایتي سیالیو کې به دا ځل له پخوا ډېر د لېسټ اې او فرسټ کلاس کرکټ سیالیو لوبغاړي ولوبېږي. موږ په هېواد کې د کرکټ پرمختګ ته ژمن یو او هڅه کوو چې د کورني کرکټ پیاوړی جوړښت ولرو، ترڅو ملي لوبډلې ته پیاوړي او په تول پوره لوبغاړي ورکړو او په راتلونکي کې ځوانې او پیاوړې ملي لوبډلې ولرو.))

د یادونې وړ ده چې د کابل ولایت ب لوبډلې د تېر کال د لومړۍ درجه ولایتي سیالیو اتلولي ګټلې وه او د روان کال په سیالیو کې به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي. دا به د روان کال دویم کورنی ټورنمنټ وي چې له مخې به یې د زونونو په کچه راتلونکو درې ورځنیو او لیسټ اې سیالیو ته غوره لوبغاړي وټاکل شي.