دولس افغان روزونکي د کرکټ نړیوالې شورا په دریمه درجه روزنیز کورس کې بریالي شول

افغانستان کرکټ بورډ تېر کال د لومړي ځل لپاره په خپل مالي لګښت او د کرکټ نړیوالې شورا په تخنیکي همکارۍ د خپلو ۱۲ روزونکو لپاره، چې له دې وړاندې یې دویمه درجه کورس په بریا سره ترسره کړی وو او د روزنې په ډګر کې یې کلونه د کور دننه او بهر لوبغاړو ته روزنه ورکړې وه، د دریمې درجې روزنې کورس ترسره کړ چې په پای کې یې ټولو ۱۲ افغان روزونکو خپلې عملي پروژې په بریالیتوب سره پای ته ورسولې.

د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت دغه روزنیز کورس تېر کال د مې میاشتې په ۲۶مه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې پیل شو، چې روزنیز بهیر یې د کرکټ نړیوالې شورا د پېژندل شویو استازو او ښوونکو له لوري په مخ وړل کېده.

د یاد روزنیز ورکشاپ په لړ کې افغان روزونکو ته د اړوند ښوونکو له لوري د اروزنې او بشپړې تجربې لپاره د یوه-یوه لوبغاړي د روزنې درې میاشتنۍ عملي پروژې ورکړل شوې وې چې پایله یې باید د ارزونې په موخه د کرکټ نړیوالې شورا له ښوونکو سره شریکې شوې وی.

د دغه روزنیز کورس په دویم پړاو کې ټولو ۱۲ افغان روزونکو په عملي ډګر کې ورکړل شوې پروژه او اروزنه په بریا سره پای ته ورسوله او ګډونوال یې د ښوونکو له لوري په عالي نمرو سره بریالي وګڼل شول او د کرکټ نړیوالې شورا له لوري په رسمي توګه د دریمې درجې روزونکو په توګه وپېژندل شول.

افغانستان کرکټ بورډ د ادارې او افغان کرکټ لپاره دغه کار یو ستر ګام بولي او هیله لري چې په راتلونکي کې نورو روزونکو ته هم ورته زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې ورسره کرکټ لا ډېر وغوړیږي او په اړوند ډګر کې مجربه او په کار پوه روزونکي ولري.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان هم دغه کار یوه ستره لاسته راوړنه بولي او په وینا یې، خوشحاله دی چې افغان روزونکي د روزنې په اړوند ډګر کې د دریمې درجې سند ترلاسه کوي او دا یو ښه فرصت و چې یادو ۱۱ روزونکو ترې په ښه ډول ګټه پورته کړه.

نوموړي زیاته کړه: ((هڅه کوو چې د نورو درجو روزونکو ته هم ډېر ژر نور روزونیز کورسونه تنظیم کړو، ترڅو هغې موخې ته چې د نورو ډګرونو ترڅنګ یې یاد ډګر ته هم لرو؛ په غوره او ښه توګه ورسیږو، ځکه په هېواد کې د کرکټ پراختیا ته باید ډېر کار وشي چې ورته روزنیز کورسونه ورته ډېر اړین وي.))

په پاې کې د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ له دې وړاندې هم د بېلابېلو تخنیکي څانګو او برخو لپاره روزنیز کورسونه ترسره کړي دي.