د ایوبي کابل بازانو د لوبې په وروستي توپ بریا خپله کړه

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په ۱۲مه لوبه کې نن سهار ۹:۰۰ بجې ډېلي فرېش بند امیر ښاماران د ایوبي کابل بازان لوبډلې سره مخ شول چې په پایله کې یې ایوبي کابل بازان لوبډلې سیال لوري ته د دوه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې د ایوبي کابل بازانو پچه وګټله او لومړی یې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه چې ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو د پنځو ویکټو په سوځېدو سره په ټولو ۲۰ اورونو کې له سیال لوري ۱۴۶ منډې واخیستې چې له ډلې یې ابراهیم ځدراڼ ډېرې ۴۸، ناصر جمال ۴۷ او حضرت الله ځاځي ۱۵ منډې ترلاسه کړې.

په داسې حال کې چې د ایوبي کابل بازانو لپاره نجات مسعود او ضیاءالرحمن دوه-دوه ویکټې واخیستې. یادې لوبډلې ورپسې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې له ډلې سمیع الله شینواري چې د لوبې تر پایه پر ډګر پاتې شو او خپله لوبډله یې تر بریا ورسوله، ۵۸ ناسوځېدلې، نورعلي ځدراڼ ۲۷ او عظمت الله عمرزي ۱۸ منډې وکړې.

لوبه تر وروستیو شېبو پورې وغځېده. که څه هم کابل بازانو یو په بل پسې ویکټې له لاسه ورکړې، خو سمیع الله شینواري تر وروستیو شېبو پورې د لوبډلې لپاره مسوولیت پر غاړه واخیست او د ۲۰ اور په وروستي توپ یې څلوریزه ووهله او لوبډله یې بریالۍ کړه.

د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو لپاره فرهاد مومند درې، شرف الدین اشرف، وقار سلامخېل، طارق ستانکزي او بلال سمیع یوه-یوه ویکټ واخیسته، خو خپله لوبډله یې تر بریا ونه رسوله.

د غوره لوبغاړی او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه سمیع الله شینواري او فرهاد مومند سټایلېش لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د یادولو ده چې راتلونکې لوبه د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو او نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې ترمنځ ۱:۳۰ بجه پیلیږي.