شپږیزه او د افغانستان شل اوریز غوره لیګ په بریالیتوب ترسره کول زموږ لومړیتوب دی

د افغانستان کرکټ بوړد عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي نن له غرمې وروسته د یادې ادارې له مدیرانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې مهالنۍ ناسته ترسره کړه
شپږیزه او د افغانستان شل اوریز غوره لیګ په بریالیتوب ترسره کول زموږ لومړیتوب دی

د افغانستان کرکټ بوړد عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي پرون له غرمې وروسته د یادې ادارې له یو شمیر مدیرانو سره د ويډيو کنفرانس له لارې مهالنۍ ناسته ترسره کړه. په دغه ناسته کې د کرکټ بوړد د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په اړه تفصیلي خبرې اترې وشوې او اړوندو مسوولینو ته جدي لارښوونې ورکړل شوې، ترڅو ټولې چارې په خپل وخت ترسره کړي.


ښاغلي یوسفزي وویل: ((څرنګه چې د کورونا نړیوالې وبا د کرکټ پر ډېری چارو یو سلسله منفي تاثیرات درلودل نو له دې وروسته اړتیا ده چې د کرکټ بوړد ټول پرسونل او کارکوونکي د کرکټ اړوند په ټولو کارونو کې چټکتیا رامنځته کړي، ترڅو پلان شوي کارونه پر وخت او په بریالیتوب سره ترسره شي.))
نوموړي ټولو مسوولینو ته لارښونه وکړه چې شپه او ورځ په ځان یوه کړي ترڅو پلان شوې چارې په معین او خپل وخت ترلاسه شي.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه: (شپږیزه کرکټ ټورنمنټ او همدارنګه د افغانستان شل اوریز غوره لیګ په ښه او اساسي بڼه ترسره کول د کرکټ بوړد لومړیتوب دی او مونږ به ټول ممکنه هلې ځلې پکار واچوو ترڅو دغه دوه مهم ټورنمنټونه په بریالیتوب سره ترسره کړو.)


د افغانستان کرکت بوړد عمومي مشر د ادارې د مدیرانو راپورونه هم واورېدل او د چارو د لا سمون لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لارښوونې او هدایات ورکړل.
هغه ټولو مسوولینو ته د لا ډېرې همکارۍ بشپړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د روڼتيا د یقیني کولو لپاره به په کرکټ بورډ کې دده د بنسټیزو اصلاحاتو راوستلو برنامه تر هغو جاری وي، ترڅو د افغانستان خلک او کرکټ لیدونکي او مینه وال د یادې ادارې له کارکردګۍ او بشپړې وړتيا پوره ډاډ ترلاسه کړي.