د زونونو په کچه غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم شپږم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیلېږي. د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شي چې د نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې روانې وي.
د زونونو په کچه غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیلېږي

د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې له کلني پلان سره سم شپږم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیلېږي. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې روانې وي.

د غازي امان الله یو ورځنۍ سیالۍ چې د کرکټ نړیوالې شورا د لېسټ اې لوبو دریځ لري، سږ کال یې شپږم پړاو د ننګرهار په کوربتوب ترسره کیږي. په دغه لوبو کې د افغانستان د بېلابېلو ملي لوبډلو د پیاوړو لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ مخکښ لوبغاړي هم برخه لري.

په یادو سیالیو کې د هېواد د پنځو زونونو، مس عینک، بست، سپین غر، بند امیر او امو زون لوبډلې ګډون لري چې په لومړۍ لوبه کې به یې د تېر پړاو اتله مس عینک زون لوبډله د اکټوبر میاشتې په ۲۶مه نېټه د امو زون لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. دغه راز به د یادو سیالیو دویمه لوبه د سپین غر او بندامیر زونونو ترمنځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به ۸ سیالۍ ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.

د غازي امان الله خان لیسټ اې سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې چې د لومړي پړاو اتلولي یې سپین غر زون وګټله. دغه راز د دویم پړاو اتلولي بست زون په خپل نوم کړه خو د دریم، څلورم او پنځم پړاو سیالیو اتلولي یې په پرلپسې ډول د مس عینک زون لوبډلو ګټلې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د پلان سره سم په روان کال کې د وزیر اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، زرغون افغانستان جام، رحمت ولي مسرور ایمرجېنګ جام سیالۍ، د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي معلولینو وګړو شل اوریزې سیالۍ او د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ ترسره شوې، چې په دوام یې دا دی د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ ترسره کېږي، او ورپسې به د زونونو په کچه د کلبونو د اتلولۍ جام او د زونونو په کچه د ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو سیالۍ ترسره شي.