د ملي لوبغاړو دویم پړاو تمریناتي کمپ په کابل کې پیل شو

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي حامد شینواري په حضور کې نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو ته د چمتوالي په موخه د ملي لوبغاړو دویم پړاو تمریناتي کمپ نن په کابل کې پیل شو.

پدې تمریناتي کمپ کې به شاوخوا ۲۸ لوبغاړي د کورنيو او بهرنیو روزونکو ترڅارنې لاندې د توپوهنې، توپ اچونې، فزیکي پیاوړتیا او ډګر ساتنې برخه کې د عامې روغتیا وزارت ټولو صحي پاملرنو ته په کتو تمرینات ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلي حامد شینواري له لوبغاړو سره یی خپل اړینو معلوماتو شریکولو ترڅنګ هغوی ته د کمپ په اهمیت رڼا واچوله او زیاته یی کړه چې له دې ځایه دې خپل ځانونه نور هم ثابت کړي، ترڅو د افغانستان لپاره د خوشحالۍ او سرلوړۍ سبب شي.

همداراز ښاغلي شینواري لوبغاړو ته هم فرصت ورکړ، چې خپل نظریات او غوښتنې ورسره شریکې کړې، د هغوی هغه یی هم واورېدې او اړوندو مسؤلینو ته یی د لازمو اجراتو لارښوونه وکړه.

د ویلو ده، چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د ملي لوبغاړو لومړی پړاو تمریناتي کمپ پای ته ورسېد، چې په هغې کې هم لوبغاړو د توپوهنې، توپ اچونې، ډګر ساتنې، فزیکي پیاوړتیا ترڅنګ خپلمنځي (سناریو) درې تمریناتي لوبې هم ترسره کړې.