نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ پیلیږي
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 01 Aug 2024

اکس بول شپږیزه کرکټ لیګ – اتصالات وړاندې کوونکې نهم پړاو سیالۍ د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو ترمنځ پر کابل کرکټ لوبغالي پیلیږي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي.
په دغو سیالیو کې د سپین غر پړانګان، مس عینک اتلان، بند امیر ښاماران، بست ساتونکي او امو نهنګان لوبډلې ګډون لري چې د مهالوېش پر بنسټ به د یو بل پر وړاندې ډګر ته ښکته شي او د اتلولۍ تر ګټلو به لوبو ته دوام ورکړي.
شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالیو کې ۲۱ لوبې ترسره کېږي چې ۱۴ ورځې به دوام ولري چې پر بنسټ به یې ۱۰ ورځې هره ورځ دوه لوبې او وروستۍ ورځ به د دوه لارموندونکو لوبډلو ترمنځ پایلوبه ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان په دې اړه وايي: ((شپږیزه کرکټ لیګ هغه لیګ دی چې له همدې لارې ستر استعدادونه د افغان کرکټ او نړۍ کرکټ ته وړاندې شوي دي او ټول ویاړ پرې کوي، د شپږیزې کرکټ لیګ له ترسراوي زموږ موخه هم همدا ده چې له لارې یې پیاوړي او پټ استعدادونه رابرسېره کړو او دغه لوبې به د راتلونکو نړیوالو لوبو لپاره هم یو ښه چمتووالی وي.))
دغه راز نوموړي زیاته کړه، غواړو دغه سترې سیالۍ له هر اړخه په ستر او غوره کیفیت سره ترسره کړو، ترڅو زموږ هېوادوال ترې خوند واخلي او د خپلو اتلانو له سیالیو او لوبو برخمن شي.
د یادونې وړ ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالیو د عمومي مالي ملاتړي حقوق له سوپرکولا ملي شرکت سره دي چې د خپلو تولیداتو له جملې به پکې اکس بول انرژي ته کمپاین کوي او دغه راز د وړاندې کوونکي مالي ملاتړي حقوق بیا له اتصالات مخابراتي شرکت سره خوندي دي.
شپږیزه کرکټ لیګ لومړی پړاو سیالۍ په ۲۰۱۳م کال کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې چې له هغه مهال راهیسې یې اته پړاونه ترسره شوي دي او نهم پړاو به یې سږ کال ترسره شي چې پر بنسټ یې ډېر شمېر لوبغاړي افغان کرکټ ته معرفي شوي دي.
باید وویل شي چې د دغه ستر لیګ لوبې به په ۱۶ کامرو سره د غوره او پېژندل شوې پروډکشن کمپنۍ له لارې هېوادوالو ته وړاندې شي چې له لوبو به یې هېوادوال په لوبغالي او د تلویزیون له لارې خوند واخلي.