د ملي پراختیا شرکت د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه هڅې وستايلې

د ملي پراختیا شرکت مشرتابه، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د ډېر شمېر لاسته راوړنو او د قوش تپې په نوم د وروستیو سیالیو د نومولو له امله پر ستاینلیک او تندیس ونازاوه چې په لړ کې یې یادې سترې او حیاتي پروژې ته په ښه ډول کمپاین وشو.
د ملي پراختیا شرکت د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه هڅې وستايلې

د ملي پراختیا شرکت مشرتابه، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د ډېر شمېر لاسته راوړنو او د قوش تپې په نوم د وروستیو سیالیو د نومولو له امله پر ستاینلیک او تندیس ونازاوه چې په لړ کې یې یادې سترې او حیاتي پروژې ته په ښه ډول کمپاین وشو.

د ملي پراختيا شرکت مشر ښاغلي عبدالرحمن عطاش په دغو مراسمو کې وويل، کرکټ لوبې له شک پرته په هېواد او له هېواده بهر ډېر مثبت رول لوبولى دى، ځکه د قوش تپې په نوم د وروستیو سیالیو نومول هغه څه دي چې تر هر افغان د ابادۍ، روښانه راتلونکي او رغونې پيغام رسوي چې باید د دغې ویاړلې ادارې باید ډېره ستاینه او قدردانی وشي.

دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس ښاغلي نصيب خان هم وويل، د قوش تپې په څېر له سترو پروژو بايد په هر ډګر کې ملاتړ وشي، نو په همدې بنسټ موږ هم اړينه وبلله چې بايد د کرکټ له لارې له يادې حياتي او سترې پروژې ملاتړ وکړو چې دا د ملي پراختيا شرکت يوه ستره لاسته راوړنه ده او دا شرکت د ورته نورو سترو پروژو د ترسراوي وړتیا هم لري، او دا د ویاړ ځای دی چې دغه ستره پروژه په خپله د افغانانو له لوري په ښه ډول مدیریت او ترسره کېږي.

ښاغلي نصیب خان همدارنګه وویل، موږ له دې وړاندې هم د هېواد په کچه د بېلابېلو ادارو، صنعت او رغنیزو چارو استازولي کړې ده، ځکه له دې وړاندې په تېرو لوبلړیو کې د افغانۍ د ارزښت او هویت، د غالیو صنعت، د ارزښتمنو او قیمتي ډبرو د وړاندې کولو لپاره هم کمپاین شوی دی او تر دې چې نړیوال جام ته د فوټسال لوبغاړو د لارموندنې لپاره هم د ادارې او ملي اتلانو له لوري په غوره او تود ډول هرکلی وشو او د دوی لاسته راوړنې وستایل شوې.

سربېره پر دې نوموړي زیاته کړه، موږ دغه راز په سخت وخت کې هم له هېوادوالو سره د همکارۍ لپاره لومړي صف ته دانګلي او په هېواد کې مو له زلزله او سیلاب ځپلو، له راستنېدونکو کډوالو او ورته نورو مواردو کې همکاري او مرسته کړې ده.

باید وویل شي چې د دغې ليدنې په پاى کې د ملي پراختيا شرکت مشر ښاغلي عطاش له لوري د کرکټ بورډ اجراييوي مشر ښاغلي نصیب خان ته د یادو هلو ځلو له امله تنديس او دغه راز د امارتي شرکتونو د رهبري پلاوي مشر ښاغلي مولوي احمدجان بلال له لوري ستاینلیک ورکړل شو.