د اسیا او نړیوال جامونو لپاره د افغان ۱۹ کلنو لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د راتلونکو اسیا او نړیوال جامونو لپاره له ۱۹ کلنو د کم عمره افغان لوبغاړو ۲۰ کسیزه پیاوړې لوبډله اعلان کړه.
د اسیا او نړیوال جامونو لپاره د افغان ۱۹ کلنو لوبډله اعلان شوه

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې، د راتلونکو اسیا او نړیوال جامونو لپاره له ۱۹ کلنو د کم عمره افغان لوبغاړو ۲۰ کسیزه پیاوړې لوبډله اعلان کړه.


د راتلونکو جامونو لپاره د غوراوي په موخه د ۱۹ کلنو لوبډلې ته تېره میاشت د نومبر له لومړۍ تر ۳۰مې  په ننګرهار کې روزنیز کمپ نیول شوی و، چې په لړ کې یې د لوبغاړو پر بدني تکړښت، ډګرساتنې، توپ اچونې او توپوهنې کار وشو او په پایله کې یې د راتلونکو مهمو لوبلړیو لپاره هغه لوبغاړي په پام کې ونیول شول چې په یاد تمریناتي کمپ او له هغه وړاندې په اړوند سیالیو او کمپونو کې ښه ځلېدلي وو.


په دې اړه افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې سرپرست مدیر نورالحق ملکزی وايي، د راتلونکو اسیايي او نړیوال جام لپاره ۴۵ تنه لوبغاړي په پام کې نیول شوي وو، چې په منځ کې یې هغه لوبغاړي هم شامل وو چې په بنګله‌دېش کې یې ښې لوبې کړې وې او په وینا یې: ((موږ په کابل کې د لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پیل کړ، چې ۴۵ تنه پکې وو. دوی په کابل کې ۵ لوبې وکړې او په پای کې یې ۲۷ لوبغاړي د جلال‌ اباد تمریناتي او روزنیز کمپ ته غوره شول. په دغه کمپ کې هم لوبغاړو ۴ لوبې وکړې چې بیا ترې راتلونکو دواړو جامونو ته ۲۰ لوبغاړي غوره شول.))


هغه زیاته کړه، له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو لپاره په جلال اباد کې هم یوه میاشت تمریناتي کمپ ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د لوبغاړو پر فیټنس، توپ اچونې، توپوهنې او ډګرساتنې پوره کار وشو او راتلونکو دواړو جامونو ته ترې لوبغاړي په پوره روڼ ډول او د دوی د ډیسپلین او د وړتیا ښودلو په پایله کې غوره شول.


دغه راز د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلي نصیب خان هم په دې اړه وویل: ((له شک پرته د ۱۹ کلنو کم عمره راتلونکو جامونو او سترو سیالیو لپاره وړ او تکړه لوبغاړي غوره شوي، دوی ته د ډېرو بریاو او لاسته راوړنو هیله کوم او ډاډمن یم چې په یادو سیالیو کې به له ځانه پوره وړتیا وښيي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.))


نوموړي همدارنګه زیاته کړه: ((په اړوند څانګو مې همېشه په دې ټینګار کاوه او څارنه مې کړې، ترڅو د چا حق ضایع نه شي او د سیالیو لپاره وړ لوبغاړي په ګوته شي چې دا دی نن د یادو سترو سیالیو لپاره اړوند لوبغاړي غوره شوي او د خپلو استعدادونو په پایله کې یې نوملړ یا سکواډ ته لاره موندلې ده.))


د یادولو وړ ده چې په دغه نوملړ کې چې د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام او نړیوال جام لپاره غوره شوي، (سلیمان ساپی لوبډلمشر، سلیمان عربزی، بلال سعیدي، الله نور، محمدالله، اعجاز مهري، خیبر ولي، ننګیال، عبدالهادي ویکټ ساتونکی، اعجاز احمدزی مرستیال لوبډلمشر، نوید اظهار، بلال سمیع، فیصل، نوید ځدراڼ، نوراحمد، شاهد حسن، یونس، بلال طاهري، خلیل احمد او اسحاق محمدي ویکټ ساتونکی)، شامل دي.


ټاکل شوې چې د ۱۹کلنو اسیايي جام د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۹مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. په اسیايي جام کې د افغانستان په ګډون هندوستان، پاکستان، سرېلانکا، بنګله‌دېش، کویټ، نيپال او د متحده عربي اماراتو لوبډلې ګډون کوي.
له اسیايي جام وروسته د افغان ۱۹کلنو لوبډله ویسټ انډیز ته ځي او د ۱۹کلنو په نړیوال جام کې ګډون کوي. افغان لوبډله په C  ګروپ کې له پاکستان، زمبابوې او پي.این.جي سره لوبې لري.