حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پایلوبې ته لاره ومونده

د اتصالات فورجي شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو پایلوبې ته د ایوبي کابل بازانو سربېره نن د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو سیالې ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره؛ لاره ومونده.
حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پایلوبې ته لاره ومونده

د اتصالات فورجي شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو پایلوبې ته د ایوبي کابل بازانو سربېره نن د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو سیالې ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره؛ لاره ومونده.

د شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په دویم کوالیفایر پړاو کې نن د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلان د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو پر وړاندې ډګر ته ښکته شول چې په ترڅ کې یې حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو سیال لوری د پنځو ويکټو په توپیر مات کړ او د اووم پړاو سیالیو پایلوبې ته یې لاره ومونده.

د لوبې په پیل کې پچه د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د سیالې حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې د اتو ویکټو په غورځېدو له سیال لوري ۱۷۸ منډې ترلاسه کړې.

د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو لپاره په توپوهنه کې عثمان غني ۶۴، میرویس اشرف ۲۲ ناسوځېدلې، اصغر افغان او ناصر جمال هر یوه ۲۳ منډې ترلاسه او د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته یې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

د مس عینک اتلانو لپاره په توپ اچونه کې دولت ځدراڼ او شاپور ځدراڼ دوه-دوه، عبدالرحمن او ابراهیم یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې یادې لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ هم پیل کړه چې له منځه یې بهارعلي شینواري ۴۷ ډېرې، شاهدالله کمال ۴۲، افسر ځاځي ۳۵ ناسوځېدلې او حشمت الله شهیدي ۲۲ منډې وکړې چې په پایله کې سیال لوري ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د دوی له منځه د بهارعلي شینواري چټکه توپوهنه او د افسر ځاځي او شاهدالله کمال غوره او اوږده ملګرتیا  د مس عینک اتلانو د بریا لامل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېلي فرېش بند امیر ښامارانو له منځه شرف الدین اشرف، وفادار مومند او وقار سلامخېل یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نو پر همدې بنسټ د یادو دوو لوبډلو له منځه د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لوبډلې د نننۍ بریا په خپلولو سره د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو پایلوبې ته لاره ومونده چې سبا ۱۲:۰۰ بجې به د ایوبي کابل بازان لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

د یادولو وړ ده چې د ایوبي کابل بازان لوبډلې پرون د لومړي کوالیفایر لوبه کې چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو پر وړاندې ترسره شوې وه، د بریا په خپلولو سره پایلوبې ته لاره موندلې وه.

پر همدې بنسټ د لوبې د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه شاهدالله کمال او د سټایلېش لوبغاړي جایزه بهارعلي شینواري ته ورکړل شوه.