د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو د لوبډلو نوملړونه وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د شپږم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو لپاره د هېواد د پنځو زونونو د لوبډلو نوملړونه وټاکل. د مهالوېش له مخې به یادې سیالۍ به د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه پیل او د راتلونکې نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې روانې وي.
د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو د لوبډلو نوملړونه وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د شپږم پړاو غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو لپاره د هېواد د پنځو زونونو د لوبډلو نوملړونه وټاکل. د مهالوېش له مخې به یادې سیالۍ به د روانې اکټوبر میاشتې پر ۲۶مه نېټه پیل او د راتلونکې نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې روانې وي.

د دغه سیالیو لپاره احسان الله جنت د مس عینک، سمیع الله شینواری د سپین غر، یمین احمدزی د بست، ناصر جمال د بندامیر او عبدالمالک د امو زون لوبډلو لوبډلمشران ټاکل شوي دي.

د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالیو شپږم پړاو لپاره د لوبډلو نوملړونه په لاندې ډول دي:

مس عینک زون: احسان الله جنت (لوبډلمشر)، شاهدالله کمال (مرستیال لوبډلمشر)، یوسف شاه (ویکټ ساتونکی)، اصغر اتل، رحمن الله ځدراڼ، برکت الله ابراهیمزی، نصیراحمد، عبدالمجید، خالد زاهدي، ظاهر خان، ضیاء الحمن اکبر، خلیل ګربز، دولت ځدراڼ، ضیاء الرحمن شریفي، نوید ځدراڼ، سمیع الله سرمست او کامران هوتک.

احتیاطي لوبغاړي: محب الله زرمتی، رحیم منګل، صابر ګربز او سید خان.

سپین غر زون: سمیع الله شینواری (لوبډلمشر)، محمد شهزاد (مرستیال لوبډلمشر)، دل اغا، زبید اکبري، اکبر موسی زی، بهیرشاه محبوب، بارکزی ناصري، عصمت عالم، شوکت زمان، طاهر عادل، قیس احمد، جاوید سعیدي، افتاب عالم، محمد ابراهیم عبدالرحیمزی، وفادار مومند، عبدالله احمدزی او ارشاد الدین ساپی.

احتیاطي لوبغاړي: بلال سیدي، سهیل خان او عرب ګل مومند.

بست زون: یمین احمدزی (لوبډلمشر)، نورعلي ځدراڼ (مرستیال لوبډلمشر)، احمدظاهر پټان (ویکټ ساتونکی)، محمد اسحاق رحیمي، حضرت الله ځاځی، نصیب الله شېردلی، بلال احمد ترین، دروېش رسولي، جاوید سلیمانخېل، ننګیال خروټی، شمس الرحمن، عبدالباقي، نوید زابلی، سیداحمد شېرزاد، یوسف ځاځی، لعل باز او نعمان شاه.

احتیاطي لوبغاړي: دستګیر خان، قدرت الله کاکړ، احمدضیاء ځلاند او فرهاد عثماني.

بندامیر زون: ناصرجمال (لوبډلمشر)، کریم جنت (مرستیال لوبډلمشر)، افسر ځاځی (ویکټ ساتونکی) صدیق الله اتل، شبیر نوري، نوید عبید، نثار وحدت، اصف موسی زی، خالد احمدزی، فرمان الله ساپی، عرفان الله ساپی، اظهارالحق نوید، محمدالله لوګری، نجات مسعود، سمیع بلال، محمدالله همکار او محمد هارون.

احتیاطي لوبغاړي: اسلام ځاځی، بابر خان، عصمت حبیبي او بهار علي شینواری.

امو زون: عبدالمالک (لوبډلمشر)، حیات الله ناصري (مرستیال لوبډلمشر)، عبدالهادي (ویکټ ساتونکی)، عمران میر، جاوید احمدزی، جمعه ګل، اعجاز احمد، الله نور ناصري، مراد علي مراد، عبدالواسع نوري، ذهیب خان، اعجاز احمد احمدزی، محمد سلیم ساپی، محمد ګل، کامل کاکړ او نعمان مومند.

احتیاطي لوبغاړي: نصرت الله خان، جمشېدخان او خیرمحمد.

د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به ټولې ګډون کوونکې لوبډلې له یو بل سره دوه ځلې مخامخ شي، هره لوبډله به ۸ سیالۍ ترسره کړي چې له منځه به یې دوه مخکښې لوبډلې د نومبر میاشتې په ۱۷مه نېټه کېدونکې پایلوبې ته لاره ومومي.

د غازي امان الله خان لیسټ اې سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې پیل شوې چې د لومړي پړاو اتلولي یې سپین غر زون وګټله. دغه راز د دویم پړاو اتلولي بست زون په خپل نوم کړه خو د دریم، څلورم او پنځم پړاو سیالیو اتلولي یې په پرلپسې ډول د مس عینک زون لوبډلو ګټلې ده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې د پلان سره سم په روان کال کې د وزیر اکبر خان دویمه او لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ، زرغون افغانستان جام، رحمت ولي مسرور ایمرجېنګ جام سیالۍ، د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ، د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي معلولینو وګړو شل اوریزې سیالۍ او د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس سیالۍ ترسره شوې، چې په دوام یې دا دی د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ ترسره کېږي، او ورپسې به د زونونو په کچه د کلبونو د اتلولۍ جام او د زونونو په کچه د ۱۶ کلنو کم عمره لوبغاړو سیالۍ ترسره شي.