د ایرلنډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو نوملړ اعلان شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ په درشل کې د ایرلنډ پر وړاندې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د کرکټ ډایرېکټر ښاغلي رییس احمدزي په دغه خبري ناسته کې وویل: ((یاد ټول لوبغاړي د خپلې غوره وړتیا، فټنس او فزیکي تکړښت په پایله کې غوره شوي دي.))

ښاغلي احمدزي زیاته کړه: ((په دغه جوړښت کې ټولو وړ او با استعدادو ځوانانو ته ځای ورکړل شوی، ترڅو د کرکټ نړیوالې شورا د یاد لیګ په سیالیو کې بریاوې ترلاسه کړي او افغانستان د کوالیفاینګ یا لارموندنې پړاو پرته د کرکټ د یو ورځنیو سیالیو ۲۰۲۳ کال جام ته لاره ومومي.))

باید وویل شي چې په دغه شپاړس کسیزه لوبډله کې اصغر افغان د لوبډلمشر په توګه، رحمن الله ګربز (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، نوین الحق، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، راشد خان، یمین احمدزی، عثمان غني، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نایب، سید احمد شېرزاد، جاوید احمدي، مجیب الرحمن او شرف الدین اشرف شامل دي.

د یادونې وړ ده چې یادې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ به د روان ۲۰۲۱ز کال په جنوري میاشت کې په عمان هېواد کې ترسره شي.