افغانستان د شل اوریزه نړیوالو سیالیو لوبلړۍ هم د ۳-۰ په توپیر خپله کړه

افغان لوبډلې نن د شل اوریزه نړیوالو سیالیو د روانې لوبلړۍ د وروستۍ لوبې په ګټلو سره سیالې زمبابوې لوبډلې ته د ۳-۰ په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې وکولی شول چې د یو ورځنیو نړیوالیو سیالیو سربېره شل اوریزه نړیوالو سیالیو کې هم سیال لوری په ستر توپیر له ماتې سره مخ کړي.

د شل اوریزه نړیوالو سیالیو د نننۍ او وروستۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله چې لومړی یې د سیالې زمبابوې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان لوبډلې په ټولو شل اورونو کې د اتو ویکټو په غورځېدو له سیال لوري ۱۲۵ منډې واخیستې او ورته یې د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه چې د افغان توپوهونکو له منځه لوبډلمشر محمد نبي ۳۱، افسر ځاځي ۲۴، احسان الله ۲۰ او حضرت الله ځاځي ۱۲ منډې واخیستې. دا په داسې حال کې ده چې د سیال لوري توپ اچوونکو نن ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او له منځه یې سکندر رضا او ریان برل دوه-دوه افغان لوبغاړي او ټريپانو، چتارا، اینسلې انډلو او جونګوی یو-یو افغان لوبغاړی له ډګره بهر کړ.

ورپسې زمبابوې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړه خو د افغان لوبډلې هدف یې پوره نه کړی شو او د افغان توپ اچوونکو د غوره توپ اچونې په پایله کې یې یو په بل پسې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې او د هدف له پوره کوله عاجزه پاتې شوه. د افغان توپ اچوونکو له منځه نور احمد لکڼوال ډېر ښه وځلېده او د ۱۰ منډو په ورکولو سره یې د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي له ډګره بهر کړل، همدارنګه شرف الدین اشرف هم په زړه پورې توپ اچونه وکړه او دوه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل او دغه راز فضل حق فاروقي او راشدخان هم یوه یوه ویکټ په خپل نوم کړه. د سیالې لوبډلې لپاره ریین برل ۱۵، مدهېورې ۱۴، اینسلو اندیلوو ۱۳ او مروماني ۱۱ منډې ترلاسه کړې، خو د افغان لوبډلې هدف یې ترلاسه نه کړی شو.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو او شل اوریزو سیالیو دواړه لوبلړۍ ۳-۰ په توپیر سره پای ته ورسولې. باید وویل شي د نن ورځې د غوره لوبغاړي جایزه ځوان نور احمد لکڼوال او د ټولې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه نجیب الله ځدراڼ ته ورکړل شوه.