سپین غر زون د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پیل شوې لوبې نن د ۲۵ لوبو وروسته په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پاې ته ورسېدې.
سپین غر زون د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو اتلولي وګټله

د افغانستان کورني کرکټ په چوکاټ کې د احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سیالیو پیل شوې لوبې نن د ۲۵ لوبو وروسته په ننګرهار او خوست ولایتونو کې پاې ته ورسېدې.

د دې سیالیو په پای ۲۵ مه لوبه کې سپین غر لوبډلې د بوست له خوا د ۱۶۸ منډو هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او د ۶ وېکټو په مټ یې روانې لوبلړۍ کې په پرلپسې ډول دریمه بریا خپله کړه.

د سپین او بوست ترمنځ لوبه کې منیراحمد کاکړ په یوه پاڼۍ کې ۱۷۷ منډې هم جوړې کړې، خو د سپین غر تېز توپ اچونکي فرید ملک یو ځل بیا ۷ لوبغاړي وسوځول او د سر په سر دوېم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی شو. دغه راز د دغې لوبلړۍ په ۲۴مه لوبه کې چې د ننګرهار په غازي امان الله لوبغالي کې ترسره شوه پکې دفاعي اتلې بند امیر د امان رفیقي د ۱۱۱ ناسوځېدلو منډو پر مټ په ۸ وېکټو بریا ترلاسه کړه.

سپین غر لوبډلې د زیاتو ۱۳۶ امتیازونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ او نن ورته په خوست لوبغالي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې داتلولۍ جام ډالۍ شو.

د یادونې وړ ده چې د سیالیو په پای مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي مشر لطف الله ستانکزي، د خوست والي حلیم فدایي، دکورني کرکټ مسوول احمد شاه سلیمانخېل، د اتل سپین غر زون مسوول میوند مجاهد او د مس عینک زون کرکټ مسوول خوشحال نیازي او یو شمېر نورو ګډونوالو برخه اخیستي وه.

د سیالیو پای مراسمو کې د کرکټ بورډ اجراییوي مشر لطف الله ستانکزي په خپلو خبرو کې فرسټ کلاس لوبې د افغانستان د کرکټ له پاره مهمې وبللې چې په وینا یې د لوبغاړو په روزنه او تخنیک کې مهم رول لري او پکې ځوان استعدادونه را برسېره کیږي چې په وېنا یې دغه لړۍ به جاري ساتي. نوموړي دغه راز د خوست کرکټ لوبغالي رغنیزو چارو ته په اشارې سره وویل، د لوبغالي چارې په ښه توګه په مخ روانې دي او ډېر ژر به نورې شته ستونزې هم يو په بل پسې هوارې کړي.

همدارنګه د خوست والي حلیم فدایي هم د کورني کرکټ لوبې د هیواد کورني اقتصاد سره تشبیه کړې چې په وینا یی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ته نوي ځوانان روزي.

ښاغلي فدایي له افغان کرکټ بورډ نه مننه وکړه چې د کرکټ په برخه کې د داسې سیالیو په ترسره کولو سره کدرونه روزي او دافغانستان داستازیتوب له پاره یی مخې ته راولي. د یادونې وړ ده چې د سږ کال په درېم پړاو احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس ۴ ورځنېو سیالیو په لومړي پړاو کې د ۶ لوبډلو ترمنځ ۱۵ او په دوېم پړاو کې د ۵ لوبډلو ترمنځ ۱۰ لوبې ترسره شوې.

د دې سیالیو په پای کې د سپین غر لوبډلمشر نجیب تره کې په ۸۲۸ منډو د غوره توپ وهوونکي، د امو لوبډلې چپ لاسي سپېنر بالر ذوهیب چې د افغانستان په ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله کې به د راتلونکي کال په ۱۹ کلنو نړېوال جام کې هم ولوبیږي په ۴۶ وېکټو غوره توپ اچوونکی او د بوست لوبډلمشر منیراحمد کاکړ په ۸۰۹ منډو او بهترینه ویکټ ساتنه د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د اتلې سپین غر وروسته امو لوبډلې په ۹۴ امتیازونو سره دوېم، مس عینک په ۸۳ امتیازونو درېم، بوست په ۷۴ امتیازونو سره څلورم، کابل په ۵۷ امتیازونو سره پنځم او د تیرو دوه پړاونو اتلې بند امیر لوبډلې بیا یواځې په ۵۶ امتیازونو سره وروستې شپږم مقام ترلاسه کړ.