سپین غر لوبډلې د ملي ستوري نجیب الله تره کي جام اتلولي خپله کړه

د زونونو په کچه د نجیب الله تره‌کي (معلولیت لرونکو) د شل اوریزو سیالیو په پایلوبه کې نن سپین غر د بست لوبډلې پر وړاندې لوبه ترسره کړه چې په پایله کې یې سپین غر لوبډلې، سیال لوری د شپږو ويکټو په توپیر له ماتې سره مخ کړ او د زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

د لوبې په پیلېدو سره بست لوبډلې د پایلوبې پچه وګټله چې لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې له ډلې په توپوهنه کې شعیب خان ۵۹، نبي الله ۴۳ او قدرت الله ۲۵منډې ترلاسه کړې او د سپین غر لوبډلې ته یې د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه.

په داسې حال کې چې په توپ اچونه کې د سپین غر توپ اچوونکي ښه وځلېدل او له ډلې یې محمد اشرف او بشرمل دوه ـ دوه، شفیق الله او نور اسلام یوه ـ یوه ويکټ ترلاسه کړه او سیاله لوبډله یې ډېرو منډو ترلاسه کولو ته پرېنښوده.

ورپسې د سپین غر لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې د لوبې په ۱۷،۲ اورونو کې یې د څلورو ویکټو په غورځېدو سره د بست لوبډلې هدف پوره کړ چې له ډلې یې شمو افغان زیاتې ۷۱، نور اسلام ۳۸ او صبورخان ۱۴ منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

د یادونې وړ ده چې د بست لپاره په توپ اچونه کې حزب الله دوه او عنایت خان یوه وېکټ ترلاسه کړه، خو سیاله لوبډله یې له بریا راونه شوی ګرځولی.

پر همدې بنسټ د نننۍ لوبې د غوره لوبغاړي جایزه شمو افغان ته ورکړل شوه چې د سپین غر لوبډلې په ګټه یې ۷۱ منډې ترلاسه کړې وې.

باید وویل شي چې د زونونو په کچه د ملي ستوري نجیب الله تره‌کي شل اوریزو سیالیو د پای په مراسمو کې د یاد ټورنمنټ د غوره توپ اچونکي جایزه د مس عینک لوبډلې جمیل مندوزي، د غوره توپوهونکي جایزه د سپین غر لوبډلې شمو افغان او د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه هم شمو افغان ته د شهیدانو او معلولینو وزرات د مرستیالې صبرۍ اندړ او کرکټ بورډ سرپرست اجراييوی رییس نظیم جار عبدالرحیمزي له لوري ورکړل شوې.