سپين غر زمريانو په شپږيزه کې لومړۍ بريا ترلاسه کړه

د شپږيزې کرکټ ليګ په تر ټولو په زړه پورې لوبه کې د مس عينک اتلانو په وروستي اور کې ۳ ويکټې له لاسه ورکړې او لوبه يې له لاسه ووتله. په دغه لوبه کې د سپين غر زمريانو د مس عينک اتلانو ته په ۴ منډو ماته ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.
سپين غر زمريانو په شپږيزه کې لومړۍ بريا ترلاسه کړه

د شپږيزې کرکټ ليګ په ۹مه سيالۍ کې نن ماسپښين ۱:۳۰ بجه په کابل لوبغالي کې د سپين غر زمريانو او وزيرزي مس عينک اتلانو لوبډلې سره مخامخ شوې.

د لوبې په پيل کې پچه د سپين غر زمريانو لوبډلمشر شفيق الله شفق وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د سپين غر زمريانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې نجيب تره کي ۶۸، شفيق الله شفق ۳۱ او شاهدالله کمال ۲۳ منډې وکړې.

د مس عينک اتلانو له لوري شفيق الله غفاري او نور احمد ۲-۲، نوين الحق او يمين احمدزي ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۷۸ منډو د هدف په تعقيب کې مس عينک اتلانو هم په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه، خو د لوبې په وروستي اور کې يې ۳ ويکټې له لاسه ورکړې او لوبه يې هم له لاسه ووتله.

د مس عينک اتلانو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې، چې په ۴ منډو يې لوبه وبايلله. د دوی له ډلې شفيق الله غفاري ۵۸، محمد نبي ۵۲ او شرف الدين اشرف ۲۸ منډې وکړې.

د سپين غر زمريانو له لوري سيد شېرزاد، نواز خان او جوناتن کېمپبيل ۲-۲، شاهدالله کمال او ظهير خان ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب تره کي ترلاسه کړه، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۶۸ منډې ترلاسه کړې وې.

دا د سپين غر زمريانو دريمه لوبه وه، چې لومړۍ بريا يې خپله او دوه نومرې يې ترلاسه کړې. همدا راز مس عينک اتلانو بيا په خپله دریمه لوبه کې لومړۍ ماته وخوړه، چې په جدول کې تر کابل بازانو وروسته قرار لري.

د يادولو ده چې سبا د اکتوبر په ۱۲مه نېټه به په ۱۰مه لوبه کې سهار ۹ بجې په کابل لوبغالي کې د ډېلي فرېش امو نهنګانو او کابل بازانو لوبډلې مېدان ته کوزېږي. همدا راز ماسپښين ۱:۱۵ بجه به بيا په ۱۱مه لوبه کې د پاراګان بند امير ښاماران او سپين غر زمريان سره مخامخېږي.