سپین غر په ۶ ویکټو مس عینک ته ماتې ورکړه
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 03 Sep 2025

د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام اتم پړاو یو ورځنۍ لوبې چې اوسمهال په خوست ولایت کې روانې دي، په نننۍ لوبه کې سپین غر لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر سره د مس عینک لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې مس عینک لوبډلې د ۲۱۱ منډو هدف ټاکلی و چې سپین غر لوبډلې د ۴ ویکټو په تاوان د لوبې په ۳۹.۲ اورونو کې ترلاسه کړی.
د سپین غر او مس عینک تر منځ د نن لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګتله او لومړی یې خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه. یادې لوبډلې د افسر ځاځي او مبین بختیار هر یوه ۶۰ او د ایمل شاهین ۳۵ منډو پر مټ د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه. بلخوا د سپین غر په توپ اچونه کې محمد ابراهیم شریفي ۴ او بلال سمیع ۳ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړی.
د مس عینک لوبډلې ټاکلی هدف سپین غر لوبډلې د بهیرشاه محبوب د ۵۹ ناسوځېدلو، ذبید اکبري ۵۴ او جاوید احمدزي ۳۶ منډو پر مټ د لوبې په ۳۹.۲ اورونو کې ترلاسه کړی. باید وویل شي چې د مس عینک په ګټه ظاهر خان پکتین ۴ لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل.
لوبې په وروستیو کې د سپین غر لوبډلې چټک توپ اچوونکی ابراهیم شریفي په ۴ ویکټو د لوبې غوره او د چټک توپ اچوونکی بلال سمیع په ۳ ویکټو د لوبې بڼه بدلوونکی لوبغاړي ونومول شو.
د یادونې وړ ده چې د اکس بول لېسټ اې اتصالات جام لوبو په لړ کې به سبا سهار بندامیر لوبډله د امو لوبډلې پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شي.