اتصالات فورجي شپږیزه کرکټ لیګ کې محدود نندارچیانو ته د لوبو د لیدلو اجازه ورکړل شوه
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د غوښتنې پر اساس د عامې روغتیا وزارت په اووم پړاو اتصالات فورجي شپږیزه کرکټ لیګ کې د لوبغالي د ظرفیت په تناسب ۳۰ سلنه نندارچیانو ته د روغتیایي سپارښتنو د رعایتولو په شرط په لوبغالي کې د لوبو د لیدلو اجازه ورکړه.
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 29 Aug 2020
د عامې روغتیا وزارت د نندارچیانو حضور د روغتیایی سپارښتنو په رعایت سره مشروط وباله، د یاد وزارت د هدایت له مخې د لوبو ترتیبونکي باید د نندارچیانو تر منځ دوه متره فاصله پریږدي، ټولو نندارچیانو ته ماسکونه وویشي او په خلاصه فضا کې کینول شي.
د نوموړي سند په یوه ماده کې راغلي چې لوبغاړي او د هغوی روزونکي باید د لوبو له ترسره کولو وړاندې د کرونا د تېسټ نتیجه منفي وي.