شان ټیټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

د اسټرالیا پخوانی ښي لاسی چټک توپ اچونکی شان ویلیم ټیټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د برخې روزونکي په حیث وټاکل شو.
شان ټیټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی وټاکل شو

د اسټرالیا پخوانی ښي لاسی چټک توپ اچونکی شان ویلیم ټیټ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې د برخې روزونکي په حیث وټاکل شو.

شان ټیټ د اسټرالیا هېواد سربېره د هندوستان غوره لیګ (IPL) کې له راجستان رایلز، د بنګله دیش په غوره لیګ کې له چیټاګانګ کینګز او ګڼو نورو لوبډلو سره یې لوبه ترسره کړې ده.

نوموړی د اسټرالیا لپاره هغه لوبغاړی دی چې د ۲۰۰۷م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام کې یې اسټرالیا ته په اتلولۍ ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوه او په یادو سیالیو کې یې ۲۳ ویکټې ترلاسه کړې.

ټیټ همدا راز د نړۍ یو تر ټولو چټکو توپ اچونکو څخه شمېرل کېږي، نوموړی د نړۍ دویم چټک توپ اچونکی دی چې حتی د ۱۶۰ کیلو مټره پر ساعت چټکتیا سره یې هم توپ اچونه ترسره کړې ده.

شان ټیټ د اسټرالیا لپاره په ۳۵ نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۶۲، په ۲۱ نړیوالو شل اوریزه لوبو کې ۲۸ او په درې ټېسټ لوبو کې یې پنځه ویکټې ترلاسه کړې دي.

نوموړي له دې مخکې د روزنې په برخه کې د اسټرالیا د داخلي لوبو ترڅنګ د نورو هېوادونو په تجارتي لوبو کې هم د روزونکي په حیث دنده ترسره کړې چې اوس مهال د افغانستان ملي لوبډلې سره د توپ اچونې د روزونکي په حیث یو ځای شو.