شفیق الله شفق له شپږ کلن بندیز سره مخ شو

افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه چې پر بنسټ به یې نوموړی په یاده موده کې د هیڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري.
شفیق الله شفق له شپږ کلن بندیز سره مخ شو

افغانستان کرکټ بورډ، پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق د فساد پر وړاندې د مبارزې کوډ له اصولو د سرغړونې له امله، شپږ کلن بندیز ولګاوه چې پر بنسټ به یې نوموړی په یاده موده کې د هیڅ ډول کرکټ اجازه ونه لري.

شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو (۲۰۱۸) کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو/هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ یا (BPL) کې ترسره کړې دي.

باید وویل شي چې شفق د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې د (۲مادې د لومړۍ فقرې له لومړي، دریم او څلورم بندونو او همدارنګه د دغې مادې د څلورمې فقرې له څلورم بند سرغړونه کړې ده چې مهم ټکي یې په لاندې ډول دي:

۲-۱-۱: د لوبې د پایلې په اړه جوړجاړی یا په بله بڼه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د یوه مفسد لوري غړی جوړېدل چې له امله یې په ګډې پرېکړې سره د لوبې پایله بدلون مومي یا په عمدي توګه سمه لوبه نه ترسره کول.

۲-۱-۳: د امتیاز او بډو وړاندیز کول، غوښتل او منل، ورته هلې ځلې کول چې په مستقیمه توګه د لوبې پر پایلو اغېز وکړي.

۲-۱-۴: په عمومي ډول د داسې یوه ګام پورته کول چې په هڅولو سره یې بل لوری هم ورته کار او ګام پورته کولو ته اړ ایستل کېږي، ترڅو له قانون سرغړونه وشي.

۲-۴-۴: د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې له څانګې سره پر خپل وخت د هغو مېلمستیاو، بلنو او غیراصولي کړنو د جریان نه شریکول او پکې پاتې راتلل.

د یادولو ده چې شفیق الله شفق هم پر خپلو سرغړونو اقرار کړی او د افغانستان کرکت بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې دغه سزا یې پر ځان منلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې مدیر ښاغلی سید انورشاه قریشي په دې اړه وایي: ((دا د نه منلو عمل او سپکاوی دی چې د ملي لوبډلې یو مخکښ لوبغاړی دې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ کې په ستره کچه فساد کې ښکېل وي او همدارنګه یې د بنګله دېش په غوره لیګ کې هم په فساد کې د نورو لوبغاړو د ښکېلولو هڅه کړې وي، خو په دغه چاره کې بریالی شوی نه وي، دا په ټوله کې د نورو ورته لوبغاړو لپاره هم له عبرت ډک پیغام دی چې ګني د دوی ورته غیراصولي کړنې به د فساد پر وړاندې د مبارزې له څانګې هیڅکله هم پټې پاتې نه شي، خو په دغه برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې پوښښ له اټکل څخه ډېر پراخ دی. موږ په ټولو ښوونیزو پروګرامونو کې لوبغاړو ته دا پیغام رسولی چې د ټولو شکمنو کړنو په اړه له دغې څانګې سره په خپل وخت راپور شریک کړي، ترڅو له هر ډول غیراصولي کړنو پاک کرکټ ولرو.))

همدارنګه نوموړي زیاته کړه: ((شفیق الله شفق د دغې قضیې په څېړنو کې له موږ سره د خپلو تېروتنو د سپیناوي په برخه کې بشپړه همکاري وکړه، که احیاناً نوموړي له موږ سره همکاري نه وی کړې نو د دې امکان و چې شفق له لا ډېر بندیز سره مخ شوی وی. همدارنګه شفق د دې ژمنه هم وکړه چې نوموړی به د خپلو تېروتنو په اړه د فساد پر وړاندې د مبارزې څانګې په ښوونیز پروګرام کې ګډون کوي او نورو ځوان لوبغاړو ته به د نوموړي د تېروتنو د نه تکرارولو بېلګې وايي.))