د هند د دهرادون ښار په راجیو ګاندي لوبغالي کې د افغانستان او بنګله دیش ددریو شل اوریزو لوبو د دریمه لوبه هم افغانستان وګټله

پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، د افغانستان لوبه محمد شهزاد او عثمان غني وکړه دواړو په پرتلیز ډول د ۵۵ منډو ښه ملګرتیا وکړه ، خو محد شهزاد د ۲۶ منډو تر جوړولو وروسته په ۸ اور کې د نظم الاسلام له خوا ایل، بي ډبلیو اوټ شو او لوبډلمشر اصغر ستانکزی د توپوهنې لپاره ډګر ته راغی خو ورسره جوخت عثمان غني هم د ابو جید په توپ ویکټ ساتونکي مشفق الرحیم کیچ اوټ کړ هغه ۱۹ منډې کړې وې.

ورپسې سمیع الله شینواری ډګر ته راغی ټولې منډې ۹۵ ته رسیدلې وې چې اصغر ستانکزی د عارف الحق په توپ د صابر الرحمن په لاسونو کیچ اوټ شوهغه چټکې ۲۷ منډې وکړې. په اصغر پسې محمد نبي د توپوهنې لپاره ډګر ته راغی ، افغانستان په ټوله کې په ۱۴ اورونو کې خپلې ۱۰۰ منډې پوره کړې محمد نبي ۳ منډې کړې وې چې د ابو جید په توپ د محمدالله په لاسونو کیچ اوټ شو، او نجیب ځدراڼ لوبې ته راووت نجیب ځدراڼ ۱۵ منډې کړې وې چې د ۱۹ اور په لومړي توپ شکیب الحسن د محمد الله په لاسونو کیچ اوټ کړ ورپسې شفیق الله شفق راووت شفق ۴ منډې کړې وې چې د نظم الاسلام په توپ وسوځیده کیچ مهدي حسن میراز واخست توپوهنې ته راشد خان راووت
افغانستان په پوره ۲۰ اورونو کې ۱۴۵ منډې وکړې او بنګله دیش ته یې د ۱۴۶ منډو هدف ورکړ د افغانستان ۶ ویکټې پریوتې وې، راشد ۱ او سمیع الله شینواري ۳۳ ناسوځیدلې منډې وکړې.
د بنګله دیش د توپوهنې لپاره لیتون داس او تمیم اقبال راووتل ۳ اور و چې تمیم اقبال د مجیب الرحمن په توپ وسوځیده هغه ۵ منډې کړې وې، کیچ یې درویش رسولي واخست. توپوهنې ته سومیا سرکار راووت ،سومیا سرکار په ۶ اور کې رن اوټ شو هغه ۱۵ منډې کړې وې، توپوهنې ته مشفق الرحیم راغی ټولې منډې ۳۵ وې چې د محمد نبي په هماغه ۶ اور کې لیتون داس هم وسوځید هغه ۱۲ منډې کړې وې په لیتون داس پسې مشفق الرحیم ډګر ته راووت ټولې منډې ۵۳ وې چې شکیب الحسن د ۱۰ منډو تر جوړولو وروسته د کریم جنت په توپ سمیع الله شینواري کیچ اوټ کړ او د توپوهنې لپاره محمدالله میدان ته ښکته شو د هغه او مشفق الرحیم د اوږدې ملګرتیا وروسته مشفق الرحیم په ۴۶ منډو د راشد په توپ نجیب ځدراڼ کیچ کړ. په پای کې د راشد یو توپ او څلور منډې پاتې وې چې محمدالله رن اوټ شو دغه مهال د بنګله دیش منډې ۱۴۴ ته رسیدلې وې نو لوبه افغانستان په یوه منډه وګټله. دغسې افغانستان دغه ددریو شل اوریزو لوبو لړۍ د صفر په مقابل کې په ددریو لوبو په ګټلو سره د ځان په نوم کړ.
راشد خان د لړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو. او سمیع الله شینواری د لوبي سمارټ لوبغاړی ونومول شو. د لوبي غوره لوبغاړی بیا د بنګله دیش لوبغاړی مشفق الرحیم وټاکل شو.