د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

نن د افغانستان کرکټ بورډ کې د دغې ادارې او ملي راډیو ټلویزون ترمنځ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د خپرولو قرارداد لاسلیک شو چې پر بنسټ به یې ملي راډیو ټلویزون د روان کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې د شپږیزه کرکټ لیګ د اووم پړاو ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډیو ټلویزیون یو شمېر مسوولینو ګډون درلود چې په ترڅ کې یې د افغانستان کرکټ بورډ په استازیتوب ښاغلي لطف الله ستانکزي او د ملي راډیو ټلویزیون په استازیتوب ښاغلي همت الله نیازمند یاد قرارداد لاسلیک کړ.

د افغانستان کرکټ اجراییوي رییس ښاغلي ستانکزي په دغه ناسته کې وویل: ((ډېر خوشحاله یم چې نن یو ځل بیا د دوه ملي ادارو ترمنځ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د خپرولو په موخه قرارداد لاسلیک کېږي، زموږ لومړیتوب هم هېوادوالو ته په ښه توګه د لوبو خپرول دي، ترڅو د شپږیزې له لوبو ډېر خوند واخلي.))

همدارنګه ښاغلي نیازمند هم وویل: ((د خوښۍ ځای دی چې له افغانستان کرکټ بورډ سره د شپږیزې کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو خپرولو په موخه قرارداد لاسلیک کوو. ملي راډیو ټلویزیون ډېره هڅه کوي، ترڅو ټولې سیالۍ په ډېره ښه توګه خپرې کړي او د تېر کال په پرتله پکې لا ډېر غوره بدلونونه رامنځته کړي او ټول هغه معیارونه بشپړ کړو چې هېوادوال یې راڅخه توقع او هیله لري.))

د یادولو ده چې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالۍ به په ډېره ښه توګه د روان زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۳مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام ومومي.