د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلوي. دغه سیالۍ به د روانې مې میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل شي چې د راتلونکې جون میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به د ننګرهار ولایت په دوه کرکټ لوبغالو کې د ۵ زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغه سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري چې هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې ۴ لوبې ترسره کړي، د پایلوبې په شمول به یې د ۲۳ ورځو په موده کې ترمنځه ټولې ۱۱سیالۍ وشي چې وروستۍ پایلوبه به یې د یادو سیالیو د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ د جون میاشتې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

د دغو سیالیو په ترڅ کې به د ۵ زونونو په ګټه د کورني کرکټ قرارداد لرونکي او د تېرو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو څخه یو شمېر غوره لوبغاړي ولوبیږي. 

دا په داسې حال کې ده چې په تېره اونۍ کې د هېواد په کچه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کورني کرکټ په جوړښت کې تر ټولو سترې د زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ سیالۍ په خوست او د څلورو نورو لوبډلو ترمنځ د رحمت ولي مسرور ایمرجنګ جام سیالۍ په کندهار ولایت کې پای ته ورسېدې چې په دواړو سیالیو کې د ملي، الف او د نولس کلنو ځوانانو کرکټ ملي لوبډلو ترڅنګ د کورني کرکټ ګڼ شمېر نور غوره او ځوان لوبغاړي هم ولوبېدل. 

د یادونې وړ ده چې د میرویس نیکه درې ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د زونونو په کچه څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) او بیا د روان زیږدیز کال په وروستیو کې د زونونو په کچه یو ورځنۍ (لیسټ اې) سیالۍ ترسره شي.