د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ پیلوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې جون میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به د کندهار ولایت په دوه کرکټ لوبغالو کې د ۵ زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ دوام ومومي.

په دغه سیالیو کې به د مس عینک، بند امیر، بست، سپین غر او امو زونونو لوبډلې ګډون ولري چې هره لوبډله به په خپل لومړي پړاو کې ۴ لوبې ترسره کړي، د پایلوبې په شمول به د ۲۵ ورځو په موده کې یې ترمنځه ټولې ۱۱ سیالۍ وشي چې وروستۍ پایلوبه به یې د مې میاشتې په ۲۲مه نېټه د کندهار په ملي کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

د دغو سیالیو په ترڅ کې به د ۵ زونونو په ګټه د هېواد د ملي نولس کلنې لوبډلې د لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ قرارداد لرونکي او د تېرو لومړۍ درجه ولایتي سیالیو څخه یو شمېر غوره لوبغاړي ولوبیږي. د کورني کرکټ په دغو سترو سیالیو کې ځوان لوبغاړو ته موقع ورکول به د لوبې په اوږده بڼه کې د هغوی مهارتونه او وړتیاوې لا پر مخ یوسي او هغوی ته د لا زیات پرمختګ فرصت برابر شي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې دوه ورځې وړاندې د هېواد په کچه د کورني کرکټ په جوړښت کې تر ټولو سترې د زرغون افغانستان جام یو ورځنۍ سیالۍ په خوست ولایت کې پای ته ورسېدې. د یادونې وړ ده چې د میرویس نیکه د درې ورځنیو سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به د زونونو په کچه څلور ورځنۍ (فرسټ کلاس) او بیا د روان زیږدیز کال په وروستیو کې یو ورځنۍ (لیسټ اې) لوبې ترسره شي.