د زونونو په کچه د غوره کلبونو اتلولۍ جام یو ورځنۍ سیالۍ پیلیږي
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې اړوند د هېواد د پنځو زونونو د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ پیلیږي. دغه سیالۍ به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شي چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.
کورپاڼه رسنيزې سرچينې نړيوال 18 Dec 2021
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې اړوند د هېواد د پنځو زونونو د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالۍ پیلیږي. دغه سیالۍ به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې پیل شي چې ۱۱ ورځې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې د پنځو زونونو اتل کلبونه برخه لري چې له دې وړاندې یې د خپلو اړونده زونونو په خپلمنځي انټرکلب سیالیو کې اتلولي خپله کړې وه او د یادو زونونو د مخکښو کلبونو په توګه یې د هېواد په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام سیالیو ته لاره موندلې ده.
د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ به په ۵۰ اوریزه بڼه ترسره شي چې پکې به د هېواد ګڼ شمېر ملي او کورني لوبغاړي ولوبیږي او په روان ۲۰۲۱ زېږدیز کال د کورني کرکټ وروستۍ لوبې دي.