اټکل کيږي چې راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه وانخلي.

ښايي راشد خان د ښي لاس ګوتې د ټپي کېدو له امله د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ملي لوبډلې د يوولس کسيز نوملړ غړی نه وي.
اټکل کيږي چې راشد خان د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې برخه وانخلي.

خان د پاکستان سوپر لیګ (PSL) لوبو پر مهال چې د لاهور قلندرز لوبډلې په ګټه یې دوهمه لوبه ترسره کوله؛ د ښي لاس ګوته ټپي شوه.
راشد خان اوس مهال په عربي متحده اماراتو کې د روغتیا پالانو تر درملنې لاندې دی. په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د هغه د لوبېدو او یا نه لوبېدو په اړه وروستۍ پرېکړه به د نوموړي روغتیایي حالت ته په کتو د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۲۸مه نیټه ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې د ټېسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه په عربي متحده اماراتو کې د مارچ میاشتې په دويمه نېټه پیل کړي.